اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د بلوچستان پشين ضلع كښې د پوليس لائن سره نزدې د بمي چاؤدنې غندنه كړې ده۔د سېنېټ ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په چاؤدنه كښې د شويو ماشومانو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئيل د پوليس لائن سره نزدې د چاؤدنې اوريدلو سره دړديدلې يم،په دې سخت وخت كښې د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ترهه ګر د بلوچستان د پرمختګ عمل ته زيان رسول غواړي۔ترهه ګر كوم مذهب نه لري هغوې د انسانيت قاتلان دي۔ د سېنېټ چيئرمېن په چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔