وفاقي وزير محسن نقوي موسٰي خېل سره نزدې د ترهګرۍ د پېښې غندنه وكړه

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي د بلوچستان ضلع موسٰي خېل سيمې سره نزدې د ترهګرۍ د پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر او سهولت كار به د عبرتناك سزا سره د مخ كېدو نه بچ نشي، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره د ژوند د هرې طبقې سره تعلق لرونكو لازواله قربانۍ وركړي۔ ده ګل په ورځ خپل بيان كښې ده د 23 كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه٬ده ووئېل په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ محسن نقوي ووئيل بې ګناه كسان په نخښه كول بربريت دے٬ د سفاكيت او ظلم انتها ده۔ ده ووئيل حكومت د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي لري او غمژنو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں