د چين او پاكستان اړيكو لا ښه كولو لپاره د ميډيا مرسته ضروري ده۔ د پاكستان سفير خليل هاشمي

image

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي وئېلي دي د پاكستان او چين مېډيا ترمينځه مرستې٬په خاص توګه منطقې او په نړيواله كچه د موجودو شريكو موقعو او چېلنجونو په تناظر كښې دوه اړخيزه اړيكې لا ښه كولو لپاره ډېرې مهمې دي۔هغه د نهې په ورځ پاكستان هاؤس بيجنګ كښې د پاك چين مېډيا پلاوي سره خبرې كولې۔ده د پاكستان او چين اړيكو كښې كاميابي رامخې ته كولو كښې د مېډيا په كردار رڼا واچوله۔د پاكستان سفير د پاكستان او چين ميډيا ترمينځه په تبادلو د اطمينان څرګندونه وكره او دا مرسته يې د مخ په وړاندې بوتللو په طريقو هم رڼا واچوله۔دا ملاقات د پكستان سفارتخانې بيجنګ لخوا د مېډيا مرستې د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو د هڅو برخه ؤ ۔پلاوي كښې د دواړو هېوادونو ځانګړو خبريالانو٬د چائنا انټرنېشنل كميونيكېشن ډلې او چينائي مېډيا استازي شامل وو۔په چين كښې د پاكستان سفير پلاوي بېلو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د دواړو هېوادونو د قيادت وژن ترلاسه كولو لپاره د سفارتخانې هڅو په اړه هم خبر كړو۔د پاكستان مېډيا پلاوي د چين بېلو برخو دورو كولو تجربات هم شيئر كړل۔دغسې د چائنا انټرنېشنل كميونيكېشن ډلې او د چين مېډيا استازو د پاكستانۍ مېډيا سره په سباؤن كښې د مرستې په موقعو رڼا واچوله۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں