اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې د آئي این جی اوز خصوصی کمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزارت ایډیشنل سیکرټری، د اقتصادی چارو ډویژن ایډیشنل سیکرټري ، د خارجه وزارت ډي جي ، د قانون وزارت کنسلټنت او اړوندو افسرانو كډون وكړو۔د غونډي په مهال د آئي این جي اوز رجسټرېشن مسترد کولو او اېم او یوز تجدید په اړه د خواستونو جاج واسختلې شو۔په دې موقع وفاقی وزیر ووئيل د هر يو خواست به تفصیلی جاج اخستلے شي او د آئي این جي اوز د ټولو اړوندو دستاویزات به جانچ پړتال كولې شي۔ده ووئيل آئي این جي اوز دې هم د كورنيو چارو وزارت سره مرسته وكړي او اړوند دستاویزات دې په وخت وركړي۔ده ووئيل د اسکروټني عمل به په 15 ورځو كښې بشپړولې شي او د دې له مخې به ټول خواست كونكې خبرولې شي۔