اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) الېكشن كمېشن آف پاكستان د ستمبر په 12مه نېټه رحيم يار خان اېن اے -171 كښې كېدونكو ضمني ټاكنو كښې د اولس آسانيو لپاره الېكشن مانيټرنګ اينډ كنټرول سنټر جوړ كړ, ۔د الېكشن كمېشن وياند له مخې په دې سنټر كښې به اولس ته د ټاكنو په اړه رابطه كولو او خپلې ګيلې درج كولو كښې آسانۍ وي٬د ګيلو په وخت ازالې لپاره به په سمدستي توګه كاروائي كولې شي او دې مقصد لپاره په سنټر كښې تربيت يافته عمله تعينات وي۔