وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د کوېت سفير عبدالرحمن جاسر المطيري وليدل

image

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د نجکارۍ ٬ سرمايه کاري بورډ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د کوېت سفير عبدالرحمن جاسر المطيري وليدل٬ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د “جي ټو جي” او” بي ټو بي” په بنياد منصوبو كښې په اشتراك د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان او د کوېت سفير په قوي ډول مخ په وړاندې تګ ته سلاح يوه كړه۔ عبدالعليم خان د كوېت او پاكستان ترمېنځه د تجارتي هلو ځلو ودې لپاره په بېلا بېلو تجويزونو هم خبرې وكړې۔ په دې موقع د كوېت سفير عبدالرحمن جاسر المطيري ووئيل د پاکستان د معيشت په قوي كولو او شريك اشتراک له به هر ډول ممكنه مرسته كوٶ٬سفير باور وركولو سره ووئيل د كوېت پاكستان سره اړيكې د اهميت وړ دي، ټولې لوظنامې به سر ته رسوٶ۔ د کوېت سفير وفاقي وزير عبدالعليم خان ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ستاسو اوسنۍ د كوېت دورې سره د اړيكو ودې له ډېره مرسته ترلاسه شوه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں