اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئېلي دي چې د آئي اېم اېف سره د پاكستان خبرې اترې په مثبت ډول مخ په وړاندې روانې دي٬هيله لرو چې د سټاف په كچه د لوظ نامې ايګزېكټو بورډ څخه به ستمبر كښې منظوري متوقع ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خزانې او محصولات د سېنېټ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې كړې۔د كمېټۍ غونډه د سېنېټر سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب كمېټي د آئي اېم اېف سره د پاكستان پروګرام په اړه تفصيلات نه خبر كړه۔ده كمېټۍ ته ووئيل چې د آئي اېم اېف ايګزېكټو بورډ لخوا ستمبر كښې د سټاف په كچه د لوظ نامې منظوري متوقع ده۔ده ووئيل خبرې اترې په مثبت پلو مخ په وړاندې روانې دي۔ده كمېټۍ ته ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام په اړه كومې چارې چې ترسره شوې وې په هغې عملدرآمد كېږي۔په غونډه كښې د خزانې سېكرټري٬د سټېټ بانك ګورنر او د اېف بي آر چيئرمېن هم ګډون وكړو۔د اېف بي آر چيئرمېن په تېرو دوه كلونو كښې د او اېس ډي په توګه تعينات افسرانو په اړه ان كيمره بريفنګ وركړو۔