اسلام آباد۔22اګست (اے پي پي) طالبان حکومت بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د استازي رچرډ برينټ افغانستان ته په داخلېدو بندېز لګولے دے۔ د رائټرز له مخې د طالبان انتظاميې ځايي ټي وي”طلوع” د دې بندېز تصديق كړے او د بشري حقونو په نګران اداره ئې د پروپېګنډے خپرولو تور لګولے دے٬ بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو كونسل طالبان په اقتدار كښې د راتلو نه وروسته د افغانستان د صورتحال مانيټرنګ لپاره رچرډ بينيټ په كال 2022 كښې خاص نمائنده مقرركړې ٶ۔ د دې نه وړاندې رچرډ بينيټ وئيلي ٶ چې د طالبانو د حکومت مېرمنو او انجونو سره رويه او سلوك د انسانيت په ضد د جرائمو مترادف كېدې شي۔ د افغان خارجه دفتر وياند عبدالقهار بلخي رائټرز ته ووئيل چې رچرډ بينيټ ته د افغانستان ويزه ترلاسه نه شوه۔ وياند زياته كړې چې رچرډ برينټ ته څو ځله خواست شوې چې ھغه دې د كار په مهال په پېشه ورانه پوهې ۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي چې طالبان د اسلامي قوانينو او د ځائي دود دستور له مخې د مېرمنو د حقونو احترام كوي۔ ده ووئيل د رچرډ بينيټ د افغانستان په سفر بنديز لګولے شوے دے ځكه چې ده ته په افغانستان كښې د پروپيګنډے كولو كار سپارلې شوے دے٬ دې معمولي مسئلې هم زياتوي او زياتولو سره ئې وړاندې رسوي ۔