د مسئلو حل کولو له به ټولو له كردار ترسره كول وي۔احسن اقبال

image

لاهور 31 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختك وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د هېواد د مسئلو حل كولو له به ټولو له كردار ترسره كول وي،د كركې او تورونو لګولو سياست بايد ختم كړې شي،د هېواد پرمختګ لپاره د پاليسيو تسلسل ته اړتيا ده،برآمدات ته ودي وركولو سره پاکستان د بحرانونو څخه وېستلے كيدې شي ،پي ټي آ ئي دور كښې سياسي مخالفين او پرمختيائي منصوبې په نښه كړې شوي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د خالي په ورځ انسټي ټيوټ آف کاسټ اينډ مينجمنټ اکاونټس لاهور کيمپس كښې د يو كتاب مخ كتنې دستوري ته وينا كښې وكړه۔احسن اقبال ووئيل پاکستان كښې د ټيلنټ کمې نشته دا هېواد هر ډول وسائل لري،لوے څښتن پاکستانيان د نورو قامونو په مقابله كښې زيات ذهين او محنت کونكي جوړ كړې دي، پاکستانيان د نړغ په ټولو څانګو كښې صلاحيتونه كارولي دي،مخ په وړاندې تللو له مثبت سوچ ته اړتيا ده، مثبت سوچ وګړي تر آسمان رسوي او منفي سوچ سره د وسائلو د زمكي تل ته رسوي۔ده ووئيل فيك نيوز د نن تر ټولو لوئ چيلنج دے، اوسني ورلډ اکنامك فورم په غونډه كښېګډون كونكو په ټوله نړۍ كښې لمبر ون چيلنج مس انفارمېشن ګرځولې ،پاکستان كښې د فيك نيوز د لارې د ځوانانو د بے لاري كولو هڅي كيږي، د هغوي ذهن سازي کېږي او هغوې په هېواد كښې انتشار ،غنډه ګردي او د سوزولو ورانولو په سياست راپارولې كېږي،كه مونږ له مخ په وړاندې تلل وي نو د كركې او تورنونو سياست به ختمول وي، لهذا دا مهال پاکستان په خپلو صفونو كښې انتشار نه بلکه اتحاد پيدا كړي۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان د بحرانونو څخه ويستلو له يو تن له بلكه ټولو له به په ګډه كار كول وي ،اختلاف رائے ذاتي دښمنۍ كښې بدل نه كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں