وزيراعظم شهباز شريف د اروپائي كمېشن او د اروپائي ايوي اېشن سيفټي ايجنسۍ د اړخه د پي آئي اے پروازونو څخه د بندېز پورته كولو هركلے وكړو

image

اسلام آباد 29 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اروپائي كمېشن او د اروپائي ايوي اېشن سيفټي ايجنسۍ د اړخه د پي آئي اے پروازونو څخه د بندېز پورته كولو هركلي كولو سره وئېلي چې دې سره به د پي آئي اے مالي ساكه مستحكم شي او په مالي توګه به ګټه هم وشي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف وفاقي وزير خواجه آصف٬د هوا بازۍ وزارت او پاكستان سول ايويشن اتهارټي چارواكو او د پي آئي اے انتظاميې له مباركي وركړه۔ده ووئيل د بندېز پورته كولو سره به د پي آئي اے ساكه مستحكم شي او په مالي توګه ګټه به هم وشي۔دا د پاكستان د كامياب پالېسو څرګندونه ده۔ده ووئيل په اروپاﺀ كښې مېشته پاكستانياو لپاره به په مزل كښې آساني پېدا شي

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں