په كرم كښې وګړي د پاسپورټ ترلاسه كولو كښې كومې ستونزې سره مخ نه دي: د داخله وزارت قامي اسمبلۍ كښې تحريري ځواب

image

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې په كرم ضلع كښې وګړي د پاسپورټ په ترلاسه كولو كښې كومې ستونزې سره نه مخ كيږي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د حميد حسين د پوښتنې په ځواب كښې ايوان د داخله وزارت لخوا په تحريري توګه خبر كړے شو چې په كرم ضلع كښې ريجنل پاسپورټ آفس پاره چنار او ريجنل پاسپورټ آفس سده فعاله دے او انتظاماتو كښې كوم كمې ليدلې نه شي۔ ايوان ته ووئيلې شوو چې د كرم ضلعې آبادي 7 لکه 85 زره 434 ده او د كار په بوج قابو موندلو له په دواړو سيمو كښې سيمه ايز دفترونه په فعاله توګه كار كوي۔ په دواړو دفترونو كښې روزانه 100 څخه په زيات پاسپورټ درخواستونو كار ترسره كولې شي۔ ايوان ته ووئيلې شوو چې په ضلع كښې دا مهال د كوم نوي پاسپورټ آفس جوړولو په تجويز غور نه كيږي۔

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں