د مصنوعي زېركتيا په ګتوره توګه كارولو له په نړيواله كچه ريګوليټري فريم ورك ضروري دے٬ پاكستان اے آئي پاليسي په زړه پورې اخلاقي معيارات سره د نافذ كولو عزم لري ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ”سټراټ کام سمټ” ته خطاب

image

استنبول۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د مصنوعی زېركتيا (اے آئی) بهتر او په مثبت توګه كارولو له په نړيواله كچه د رېګولېټري فرېم ورك جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان اے آئي پاليسي په زړه پورې اخلاقي معيارات سره د نافذ كولو عزم لري٬ ځوانانو لپاره په اے آئي كښې تربيتي ماډیول رامخې ته كوؤ ٬ په راروان كال كښې زمونږ هدف 10 لكه ځوانانو ته په آئي ټي څانګه كښې تربيه وركول دي٬ د اے آئي په څانګه كښې مونږ مخ په وړاندې روان يؤ٬ د اېګری ټېک، فن ټېک او د هېلتھ ټېک په شمول نورو څانګو كښې ترقي كيږي٬ د مس انفارمېشن په څير چېلنجونو باندې قابو موندلو له به لويې لېنګوئج ماډل جوړول وي۔ د جمعې په ورځ سټراټ كام سمټ 2024 ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په پاكستان كښې 111 ملین انټرنېټ صارفین، 71 ملین سوشل ميډیا صارفین او نزدې 188 ملین موبائل فون صارفین دي۔ ده ووئيل زمونږ د آبادۍ 68 فيصده برخه په ځوانانو مشتمل ده٬ مونږ خپلو ځوانانو ته د آئي ټي مهارتونه وركولو هڅې كوؤ ٬ دغسې چې هغوي د هېواد دننه او بهر آئی ټی سکلز او اے آئی كښې خپل په زړه پورې خذمات ترسره كړې شي۔ ده ووئيل حكومت ځوانانو ته خاص پام ګرځولے۔ وفاقي وزير ووئيل د نېشنل فیبرائزېشن پالېسۍ له مخې ټولې آبادۍ ته د انټرنېټ آساني وركولې شي۔ زمونږ راروان هدف فائیو جی اسپېکټرم دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د ورلډ اکنامک فورم په رپورټ كښې وئيلې شوي چې كله مونږ د نړيوالو خطرو او د خپل نسل د لويې چېلنج خبره كوؤ نو دا مس انفارمېشن دے ٬ په مس انفارمېشن قابو موندلو له به مونږ له لويې لېنګوئج ماډل جوړول وي٬ مونږ له به نېچرل لېنګوئج پروسېسنګ پلو مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې به د مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن په چېلنجونو قابو موندلو له LLMs او NLPs جوړول وي۔ وفاقي وزیر ووئيل تر كومې چې د نېشنل اے آئی پالیسۍ تعلق دے ٬ د تاريخ سمو شمېرو او سمو حقائقو لپاره به د دې لويې برخې اخلاقيات ته به پام ګرځول وي۔ ده ووئيل د پاكستان د اطلاعات او خپرونو وزارت لاندې فېکټ چېک فورم كار كوي كوم چې د حقائق تصديق كوي۔ ده ووئيل پاكستان په اېګری ټېک، فن ټېک، هېلتھ ټېک، EduTech او GovTech كښې خپل اے آئي پاليسي نافذ كولو پلو روان دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام په څير د نړۍ لويې سوشل نېټ وركس موجود دے۔ وفاقی وزیر د روغتيا ٬ تعليم ٬ مالياتي او سماجي څانګو كښې د مصنوعي ذهانت په مثبت توګه د كارولو په حاحت زور راوړلو سره ووئيل پاکستان اے آئی پالیسی د نړۍ په زړه پورې اخلاقي معيارات سره د نافذ كولو عزم لري۔ ده ووئيل په ورلډ اكنامك فورم كښې زياتره لارښودو مس انفارمیشن لويه خطره ګرځولې ده٬ دې لارښودو جوهري جنګ او موسمياتي بدلون ته خطر وئيلې نه دے كوم چې يقينا لويې چېنلج دے۔ ده ووئيل مس انفارمیشن د ګډوډي رامخې ته كولو كار كوي٬ د مس انفارمېشن مخنيوي له شريك ټاسك فورس تشكيلېدے شي٬ دې لپاره نړيوال فورم كارېدے شي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د مس انفارمېشن چېلنج سره مخ ده۔ مس انفارمېشن د بې ثباتۍ ٬ او سلامتيا بحران رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل په مس انفامرېشن قابو موندلو له به مونږ رېګولېټري فرېم ورك جوړول وي په كومو چې د ټولو رياستونو اتفاق وي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې مونږ په سوشل ميډيا د رائے آزادۍ خبره كوؤ نو داسې ولې كيږي چې د غزه مسئله ٬ د كشمير مسئله او د لبنان د خلقو كمزورے حالت په سوشل ميډيا سېنسر كولې شي؟ دلته اے آئي په ناسمه توګه كارولې شي۔ ده ووئيل كشميري لارښود په سوشل ميډيا د برهان واني نامه اخستې نه شي٬ د هغه عكسونه پوسټ كېدے نه شي۔ وفاقي وزیر د ډیجیټل ډائیلاګ پاکستان خبره كولو كښې ووئيل ډیجیټل ډائیلاګ د پاکستان اے آئی او لارج لېنګوئج ماډلز مجموعه ده۔ د دې د لارې مونږ نه يوازې رائے عامه كښې همغږي رامخې ته كوؤ بلكې د وګړو د ضرورتونو اندازې لګولو هم جوګه كيږؤ۔ ده ووئيل مونږ د اے آئي د لارې د كركيلې په څانګه كښې د ټېكنالوجۍ د ډاډګيرنې د لارې د فصلونو زيات پېداوار لپاره هڅې كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان وريژې برآمد كونكے هېواد دے٬ كركيله زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حيثت لري۔ ده ووئيل په اے آئي كښې د تكنيكي پرمختګ د لارې د كركيلې اعلی پېداوار ښه كول ٬ تعلیم او سکلز ډوېلپمنټ، د هېواد په وروستو پاتې سيمو كښی فاصلاتي نظام راوړل غواړؤ چرته چې د هېواد پوهنتونونو ته نه رسېدونكي زده كوؤنكي د آئي ټولز د لارې لوړې زده كړې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د پوليو وضعيت ښه كولو له هم اے آئي كارېدے شي۔ ده ووئيل د پاكستان په هېلتھ سېكټر كښې اے آئي كارول ضروري دي۔ ده ووئيل اېګری ټېک، ایجوکیشن ټېک، هېلتھ ټېک او فن ټېک يوه مجموعه ده كومه چې مونږ مخ په وړاندې بوتللې شي او زمونږ مسائل كه پاك پروردګار ته منظور وي حل كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به سمې پالېسۍ جوړول او خپلو خلقو او هېواد ته دې څخه زياته ګټه پورته كول وي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں