صدر ډاکټر عارف علوي د كشمير تورې ورځ په موقع پیغام

image

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د كشميريانو د خپلواكۍ حق له د خپلو هلو ځلو د نه كمزورې كېدونكې ملاتړ د لوظ پخلے كوٶ، د هند غېر انساني اقداماتو ٬ د وخشيانه جبر “هندوتوا” آر اېس اېس د بي جے پي حكومت انتها پسندانه څېره بې نقابه كړې٬ هندي اقدامات د نړيوال قوانين٬ سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو سره د هند لوظنامې خلاف ورزي ده، کشميريان د يو كال نه زياته موده پخپلو كورونو كښې ګېر دي٬ د هند د ناوړه ظلمونو او د رياستي ترهګرۍ باوجود كشميرے اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره لوظي دے۔ صدر ډاکټر عارف علوي د کشمير تورې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل 73 كاله وړاندې په نننۍ ورځ د هند ځواكونو نړيوال قوانين او د بشري حقونو خلاف ورزۍ كولو سره په سرينګر قبضه كړې وه ٬ تېر كال په 5م اګست هند د مقبوضه جمو و کشمير متنازعه حېثيت او د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره ګام پورته كړے ؤ ، د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات كشميريانو٬ پاكستان او نړيوالې ورورولۍ مسترد كړي۔ ده ووئيل هندي اقدامات د نړيوال قوانين، د سلامتي کونسل د قراردادونو او کشميريانو سره د لوظنامو خلاف ورزي ده ۔ صدر عارف علوي ووئيل کشميريان هم پخپله خاوره د غېر ملكيانو غوندې ژوند كوي او پخپلو سړكونو په خپلواكه توګه ګرځېدے نه شي، په 80 لكھه کشميريانو د 9 لکھ نه زياتو قابضو عسكرو مقبوضه سيمه د نړۍ په لوي زندان بدله كړې۔ ده ووئيل د كشميريانو وروڼو خوئنېدو قربانو او ناقابل تسخير جذبې ته سلام كوٶ، د كشميريانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو روانه ساتلو لپاره د نه كمزوري كېدونكې لوظ پخلے كوٶ او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه پورې به د دوي ملاتړ روان ساتو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں