د كورونا د وبا په ماحول اثرات او تقاضې

image

 

 

فيچر : اے پي پي سندھي سروس

ترجمه : محمد عامر آفريدي

 

يو داسې هېواد چې كله ئې ښكلا او زړه راكښونكې نظارې د كېمرې په سترګه قيد كړې شي نو هغه خلق د ځان په پلو داسې مائل كوي لكه څنګه چې يو تږے اوبه ليدلو سره په تندې سره ورځي خو دا څومره د افسوس خبره ده چې داسې مسخوركن نظارې لرونكې او د قدرتي وسيلو نه ډك هېواد پاكستان هم د هغو هېوادونو په لسټ كښې شامل دے چرته چې ډېره زياته ماحولياتي الودګي ده، هوا الوده كېږي، د ونو پرېكولو عمل ماحول داسې جوړ كړے چرته چې اوس ساه اخستل هم مشكل كېږي. د اوبو په ذخيرو كښې ورځ تر بله كمې راځي او اوبه هم الوده كېږي چې په سبب به ئې اوس د الوده هوا نه پس د خلقو خېټو ته الوده اوبه هم ځي. هم دا وجه ده چې اوس روغتونونه زيات په نظر راځي. په داسې حالاتو كښې كه مونږ ته ماحول پاك ساتل دي نو دې مسئلې ته به پوره پام كول وي. كه مونږ دا ګڼو چې په دې ماحولياتي بدلون كښې د انسان كوم عمل دخل نشته نو دا خبره سراسر غلطه ده، د دې هر څه ذمه وار مونږ په خپله يو. د الودګۍ تر ټولو لويه وجه انسان په خپله دے او هم دې ئې زيات ځپلې هم دے.

په دې وخت كښې كه حالات وكتل شي نو كه يو خوا كورونا وائرس په نړۍ كښې د روغتيا او معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې تباهي خپره كړې نو بل خوا د دې په ماحول ځينې مثبت او څه مفني اثرات هم شوي دي. د كورونا نړيواله وبا د تېر كال په پاې كښې د چين په ووهان ښار كښې پېل شوه او په نړۍ كښې په تندې سره خپره شوه، د دې وبا په نتيجه كښې په نړۍ كښې په تندې سره خلق مړه شول او هر خوا د ناارامې او بې يقينې كيفيت پېدا شو، په ټوله نړۍ كښې د دې وائرس په سبب يره او ترهه پېدا شوه. يو خو كورونا وائرس په ټوله نړۍ كښې په تندې سره پرمختګ كوونكي هېوادونه په خپله ولكه كښې واخستل او انساني ژوند ئې مفلوج كړو نو بل خوا كورونا وائرس ماحول لپاره مسيحا جوړ شو، په نړۍ كښې د كاروبار بندېدو په سبب الودګي كمه شوه، په سمندري او ځنګلي حيات كښې په تندې سره اضافه وليدل شوه. د ماحول الوده كوونكي اېندهن استعمال كم شو او په سبب ئې د اوزون ځپلې شوې تهه پيا په ښه كېدو شو، چې د خلقو سفر كم شو نو د ګاډو استعمال هم كم شو. د ګاډو كم تګ راتګ سره د الوده ګازونو مقدار هم كم شو. د لاك ډاٶن په مهال د ګرين هاٶس ګازونو په اخراج كښې ځانګړې كمې راغلو.

د كورونا د نړيوالې وبا په فضا كښې د ماحولياتو په څانګه او د حكومت د اقداماتو ذكر كولو سره د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل چې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شمېرل كېږي كوم چې په تندې سره كورونا ته ماتې وركوي. ده ووئيل چې د نورو هېوادونو په شان د پاكستان په معيشت هم د كورونا په سبب منفي آغېز وشو خو سره د دې هم د پاكستان معيشت په تندې سره مخ په وړاندې روان دے. ده ووئيل چې په ماحولياتو د كورونا ډېر اثر شوے، مونږ په خپله خپل ماحول خراب كړے، مونږ په خپله د دې ذمه وار يو. سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې پاكستان پاك او ښېرازه جوړ كړے شي، ځكه خو په خېبر پښتونخوا كښې د لكونو په شمېر ونې وكرل شوې او په ټول پاكستان كښې ونې كرل كېږي. ده ووئيل چې نن بايد مونږ فكر وكړو چې مونږ خپل راتلونكي نسل لپاره څه كوو او كه نن مونږ د ماحول خيال وساتو نو د ماحولياتي الودګۍ څخه بچ كېدې شو او دې لپاره به مونږ ټولو ته په ګډه د ماحولياتو په اړه كار كول وي. د سېنېټر فېصل جاوېد له مخې د كورونا له امله په ماحولياتو مثبت آغېز شوے ځكه چې په دې مهال د خلقو تګ راتګ، ټرافيك او صنعتونه بند وو.

د ټنډو جام د زرعي پوهنتون د زرعي تعليم د څانګې چيئرمېن او د سندھ د كركيلې او ماحولياتو كارپوهه پروفېسر ډاكټر محمد اسماعيل كنبهر د كووېډ نه پس د ماحولياتي بدلون په اړه وائي چې د كووېډ نه وړاندې د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې كارګو ټرېډ او ټرانسپورټېشن ډېر زيات و، د دې نه علاوه د سمندر د لارې ټرانسپورټېشن هم كېدو. ده ووئيل چې د بحري جهازونو د لارې تجارت روان و. د كووېډ له امله د كليوالو سيمو څخه ښارونو ته ټرانسپورټ بند شوے و، د دې آغېز خو په روزګار وشو خو بل خوا دا ماحولياتو لپاره ګټور ثابت شو. ښارونه او هوټلونه بند شول او خزله تر څه حده كمه شوه. پروفېسر كنبهر ووئيل چې د كراچې ساحل ته به لكونه ټن وېسټ مېټريل تللو او چې كله ښارونه بند شول نو د سالډ او لېكوډ مېټريل مقدار هم كم شو. په ماحول د كووېډ 19 د مثبت اثراتو په اړه ده ووئيل چې د كووېډ په سبب د سمندر د لارې د يو هېواد نه بل هېواد ته چلېدونكې ټرافيك بند شو او دې سره زمكې او اوبو لږه دمه وكړه او په دې كښې بهتري راغله. ده ووئيل چې د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ايئر كارګو بندېدو په سبب داسې مارغان بېرته په نظر راغلل كوم چې د يوې اوږدې مودې څخه په نظر نه وو راغلي. په دې صورتحال كښې ماحولياتو لپاره يو مستحكم ماحول جوړ شوے او د ماحولياتو په اړه د اېس ډي جيز دوه درې مقاصد هم ترلاسه شول. كه مونږ د ماحولياتي الودګې د سبب جوړېدونكو لاملونو جاج واخلو نو يو لوي سبب په صنعتونو كښې د اېندهن په توګه كارول كېدونكې د زرګونو ټن په حساب سره كوئله، په ګاډو كښې اضافه، په دې كښې كارول كېدونكې اېندهن او برېښنا پېدا كولو لپاره د كوئلې او تېلو بې ځايه استعمال دے. د دې مسئلې حل لپاره به مونږ ته په انفرادي او اجتماعي طوګه خپل سوچ بدلول وي او دې سوچ سره مونږ د خپل ښكلي هېواد خاوره بچ كولې شو.

د قومي اسمبلۍ غړې نفيسه عنايت الله خټك د ماحولياتي الودګۍ په اړه وائي چې د كورونا په سبب په ماحولياتو مثبت آغېز شوے خو دې سره سره څه نقصان هم شوے. خلق ماسك استعمالولو سره دا په صحيح توګه ځائ ته نه رسوي، ځائ په ځائ ماسكونه پراته دي چې ورسره د كورونا خپرېدو خطر دے. زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې د ماسك كارولو نه پس دا ځائ ته ورسوو، په كوڅو، هوټلونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو كښې د ماسك غورځولو په ځائ بايد دا ځائ ته ورسول شي.

وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د ماحول دوست فضا ودې او ماحولياتي الودګي كمولو لپاره د ښارونو د پاكولو او د اربونو ونو كرلو عزم لري. د وزيراعظم لخوا ماحولياتي الودګي كمولو لپاره د شين او ښېرازه پاكستان تحريك هم پېل كړے شوے. د دې تحريك په اقداماتو كښې د ښارونو او كليوالو سيمو پاكولو، د پاكو اوبو، د رنځونو نه تحفظ او اسانيو لپاره د ادارو په مستحكم كولو ټينګار شوے دے. په دې لړ كښې اوسني حكومت ګڼ شمېر پروګرامونه پېل كړي دي چې پكښې تر ټولو وړاندې اولس ته خبرتيا وركول، په ټول هېواد كښې ونې نال كول او د ماحولياتي الودګۍ ختمولو پروژې شاملې دي چې ورسره به تر څه حده د ماحولياتي الودګې په كمولو او د خلقو په خبرتيا كښې مرسته وشي. دا خبره د ستائنې وړ ده چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسني حكومت د كورونا په ماحول كښې هم ماحول دوست اقدامات او په خاص توګه د بلين ټري پروژه په بشپړه توګه روانه ساتلې ده او په ټولنه د دې مثبت آغېز څرګند دے او د دې اعتراف نړيوالې ادارې هم كوي.

د كورونا په نتيجه كښې په رامېنځ ته شوې سخته فضا كښې كه دا ماحولياتو د څانګې په غور جاج واخستل شي نو دا نه يوازې مثبت اثراتو ته د ودې وركولو بلكې منفي آثرات د موثره اقداماتو د لارې د لرې كولو تقاضا لري او په دې لړ كښې نه يوازې د حكومت بلكې د ټولنې د ټولو خلقو انفرادي او اجتماعي ذمه واري جوړېږي چې مونږ راتلونكو نسلونو ته يو صفا او د الودګۍ نه پاك ماحول وركړے شو.

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں