اسلام آباد۔21 فروري(اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د دې وائرس 1329 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 38 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 41 زره 395 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 5 لكه 34 زره 107 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 252 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 24 زره 466 او د ځپلو 5 لکه 71 زره 184ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 12 زره 601 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه د كورونا وائرس 86 لکه 86 زره 242 ټېسټونه شوي۔ دا وخت د كورونا درملنو له خاص كړو د ګرد هېواد 631 روغتونونو كښې 2053 رنځوران داخل دي