اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختيار او د توان وزير عمر ايوب خان اړوندو ادارو ته د توان په اړه د بهرني معاونت په منصوبو عمل درآمد تندولو له سپارښتنې سره وئيلي دي دا منصوبې د هېواد كوټلي معاشي پرمختګ لپاره اهميت لري، دې منصوبو سره به په كمه بيعه برېښنا وركول، ترسيلي نظام او هېواد كښې د برېښنا د وېش نظام ښه كولو پشمول مهم سټريټجك اهداف سر كولو له مرسته تر لاسه وشي۔ دا خبره ده د توان په اړه د بهرني معاونت منصوبو په اړه د قامي رابطه کمېټۍ غونډه كښې وكړه۔ د غونډي مشري د اقتصادي چارو وفاقي وزيرمخدوم خسرو بختيار او د توان وزير عمرايوب خان په شريكه توګه وكړه۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو سيکرټري نور احمد خان، د وزيراعظم آفس نمايندګانو، د خزانې وزارت، صوبائي محکمو او نورو اړوندو محکمو مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې 5 نومبر2020 غونډو كښې د پريكړو د پيشرفت جاج واخستلے شو، غونډي ته ووئيل شول دا مهال اېشين ډوېلپمنټ بېنك، ورلډ بېنك او اسلامك ډوېلپمنټ بېنك په شان پرمختيائي شراکت دارو په معاونت ټول هېواد كښې د توان پيداوار، ترسيل او وېش په اړھ د 3.418 اربه ډالرو په 14 منصوبو عمل درآمد روان دے۔ دغسې وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د برېښنا په اړھ د بهرني معاونت په منصوبو كښې ولاړ خنډان لرې كولو په لړ كښې د پاور ډويژن کردار وستائلو۔