اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي راوي سټي منصوبه د لاهور ښار د ټولو ضرورياتو تر سره كولو لپاره مهمه ده،دې سره به د معاشي هلو ځلو ګڼي موقعې راپيدا شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښې د سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو او راوي سټي منصوبې په اړه د اوونيزې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ وزيرِاعظم ته والټن لاهور كښې د جوړيدونكې سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډي ته ووئيل شول د زياتي آبادۍ ترمخه لاهور والټن كښې تربيتي پروازونو لپاره استعماليدونكے هوائي ميدان د پروازونو لپاره غير محفوظ دے،د دې خطرو مستقل مخنيوي او د آبادۍ تحفظ لپاره تربيتي پروازونو لپاره استعماليدونكے دا هوائي ميدان محفوظ ځاے ته منتقل كول ضروري دي۔وزيرِاعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په تيرو څو كلونو كښې د آبادۍ په وجه څه پېښې رامخې ته شوي خو په هغې كښې كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولو نه پس د اربونو روپو ماليت دا زمكه بشپړه معاشي هلو ځلو لپاره كاريدې شي۔ وزيرِاعظم ته په راوي سټي منصوبه تر اوسه په شوي پيشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول مجوزه راوي سټي كښې ماحوليات ته خاص پام لرنه كيږي، راوي سټي كښې د كركيلي جديد تګلارې ورټيکل فارمنګ ته به وده وركولې شي او دې سره به پيداواري اضافه هم ممکن شي۔ وزيراعظم د راوي سټي منصوبې په اړه ووئيل راوي سټي منصوبه نه يواځي د لاهور وګړو نور ضروريات پورا کولو په اړه مهمه ده بلکه دې سره به لاهور ښار او د ټول هېواد اولس ته د معاشي هلو ځلو ګڼي موقعې راپيدا شي۔