په افغانستان كښې امن د پاكستان او امريكې شريك مقصد دے۔د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د امريكې لنډ مهاله سفيرې انجيلا پي ايګلر سره خبرې

image
US CHARGE' D' AFFAIRES MS. ANGELA P. AGGELER CALLING ON MINISTER FOR INTERIOR SHEIKH RASHID AHMED AT MINISTRY OF INTERIOR IN ISLAMABAD ON MARCH 02, 2021.

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې په افغانستان كښې امن د پاكستان او امريكې شريك مقصد دې۔د ډينيل پرل په كيس كښې د شېخ عمر د خوشې كېدو په ضد خواستونه په ستره محكمه كښې دي۔عدالتونه آزاد دي٬باور لرو چې دسترې محكمې پريكړه به د انصاف او قانون له مخې وي۔هيله ده د امريكې نوې انتظامې سره به د پاكستان او امريكې په اړيكو كښې ځانګړې بهتري راشي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د امريكې لنډ مهاله سفيرې انجيلا پي ايګلر د ملاقات پھ مهال پھ خپلو خبرو كښې وكړی۔د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې په اړيكو٬د امريكې په نوې انتظاميه او په افغانستان كښې د پوخ امن پشمول د امريكائي خبريال ډينيل پرل په كيس كښې د ككړو تورونو په اړه په ستره محكمه كښې په خواست او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې پاكستان او امريكا يو بل سره پخوانۍ اړيكې لري۔هيله ده د امريكې نوې انتظاميې سره به د پاكستان او امريكې په اړيكو كښې ځانګړې بهتري راشي

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں