اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) آبي وسائلو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن خالد حسېن مګسي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د آبي وسائلو سيکرټري كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل وزارت د هېواد د آبي وسائلو پرمختګ په اړه د چارو نګراني كوي چې پكښې د كال 1960 د سندھ طاس لوظنامه شامله ده، وزارت د خاص مطالعاتو ودې لپاره واپډا، د اوبو څانګې نړيوالو تنظيمونو٬ وفاقي اېجنسيو او ادارو سره په تماس كښې دے ٬ په تړلو محكمو كښې پاکستان ټرانس بارډر واټر آرګنائزيشنز، ارسا، پاکستان کونسل فار ريسرچ ان واټر ريسورسز (پي سي آر دبليو آر)، فيډرل فلډ کميشن او پاکستان کميشن فار انډس واټر شاملې دي۔ كمېټي د وزارت د سپارلے شوو اختياراتو او كاركردګۍ په اره هم خبر كړې شوه ۔ د واپډا چيئرمېن كمېټۍ ته د بېلا بېلو بندونو په خاص توګه د داسو او مومند بند پېشرفت تازه صورتحال نه هم خبر كړه۔ د كمېټۍ غړو ځپلو كسانو ته د زمكې معاوضه نه وركولو پشمول په نورو مسئلو رڼا واچوله او د كمېټۍ په راتلونكې غونډه كښې د دواړو بندونو په اړه د جامع بريفنګ وړاندې كولو پرېكړه ئې وكړه۔د ارسا چيئرمېن كمېټۍ ته ووئيل ارسا د صوبو ترمېنځه د آبي وسائلو وېش منظم كولو ذمه واره ده۔ دغسې كمېټي په کيرتھر کينال كښې د اوبو د كمي وجوهاتو نه خبر هم كړې شوه ۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو محمد ادريس، شزرا منصب علي خان، احمد رضا مانيکا، سيد ابرار علي شاہ، ذوالفقار علي بهان، نواب محمد يوسف تالپور، سيد وسيم حسېن، سهېل سلطان ،ملك انور، داور خان کنډي، زرتاج ګل سره سره وفاقي وزير مصدق مسعود ملك او د آبي وسائلو سيکرټري٬ د واپډا چيئرمېن، د ارسا چيئرمين پشمول د وزارت غړو او نورو چارواكو ګډون وكړو۔