د پاکستان معيشت مخ په ښه كېدو دے،خېبر پښتونخوا په خاص توګه د ضم شوو ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، مونږ رياست ته په سياست ترجيح وركولو سره هېواد ديواليه كېدو نه ساتلے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان معيشت مخ په ښه كېدو دے، د معيشت بحالۍ لپاره سختې پرېكړې مو وكړې، مونږ رياست ته په سياست ترجيح وركولو سره هېواد د ديواليه ساتلے٬ د خېبرپښتونخوا په خاص توګه د ضم شوو ضلعو پرمختګ ته حكومت یام لرنه كوي٬ د دې ضلعو بهتر تعليم لپاره به دانش سكولونه جوړولې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر پښتونخوا د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو سره وكړه چا چې دوي سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير انجينئر امير مقام، د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي او اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې ټاكلو استازو د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاکستان معيشت په بهترۍ دوي ته پېرزوېنې وړاندې كړې ۔ په دې موقع دوي وزيراعظم د خپلو اړوندو سيمو د مسئلو نه هم خبر كړو۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن په كرم سره د پاکستان معيشت بهترۍ پلو روان دے٬ د خېبر پښتونخوا په خاص توګه د ضم شوو ضلعو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، تاريخ ګواه دے چې د ضم شوو ضلعو پرمختګ لپاره مسلم ليګ (ن) په ترجيحي بنيادونو اقدامات كړي۔ وزيراعظم ووئيل په ضم شوو ضلعو كښې د صحت او تعليم معياري سهولتونه به باوري كوٶ٬ د صوبې په خاص توګه د ضم شوو ضلعو غريبې او د مېنځنۍ طبقې ته د نړيوال معيار اسانۍ وركولو لپاره به هلته دانش سکولونه جوړولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د بجلۍ په څانګه كښې اصلاحات سره سږ كال د اربونو روپو د بجلۍ غلا كېدو خاتمې له هڅې كوٶ، ټاكلي نمائندګان دې د بجلۍ غلا مخنيوي لپاره د حكومت معاونت وكړي ۔ وزيراعظم ووئيل ګرد هېواد كښې زرعي ټيوب ويلز د نمر په توان منتقل كېږي٬ زرعي ټيوب ويلز د نمر په توان منتقل كېدو سره به نه يوازې زرعي څانګه وده ومومي بلكه كروندګرو ته به په لږ مصرف بجلۍ ترلاسه شي٬ د كر زمكه به زياته شي بلكې د درآمدي اېندهن په مد كښې به د اربونو ډالرو بچت هم اوشي۔ ده ووئېل په دې وروستيو كښې غرېبې او مېنځنۍ طبقې ته د بجلۍ په بلونو كښې لوئي ريليف وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان معيشت بحالۍ لپاره مو سختې پرېكړې كړي ٬ مونږ رياست ته په سياست ترجيح وركولو سره هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے۔ وزيراعظم ووئيل تاسو ټول په خپلو سيمو كښې ښه خواري وكړئ٬ اولس ته ريليف وركول ستاسو وړومبۍ پام لرنه پكار ده ۔ وزيراعظم په دې موقع د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړه كومه چې به د خېبر پښتونخوا د ټاكلو نمائندګانو مسئلو تل پاتې حل لټوي۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں