د اولس ارزان او سمدستي انصاف ته رسنه باوري كولو لپاره به ضابطه پوځداري پيکج ډېر زر كابينې ته وړاندې كړې شي۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د اولس ارزان او په سمدستي توګه انصاف ته رسنه باوري كولو لپاره به ضابطه پوځداري پيکج ډېر زر كابينې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي، پارلمان دې د انصاف ترلاسه كولو په لړ كښې اولس ته د رامخئ ته مسئلو حل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسبملۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال آغا سيد رفيع الله د پوښتنې په ځواب اعظم نذير تارړ ووئيل د آئين له مخې كله چې د پارلمان غونډه نه وي نو آرډيننس وړاندې كېدې شي خو چې كله غونډه پېل وي نو دا په ايوان كښې وړاندې كول وي ٬ ده ووئېل څومره چې آرډيننس جاري شوي ھغه ايوان ته وړاندې كړې شوي٬ دا د ايوان اختيار دے چې ھغه دا منظوري وي ٬ پكښې بدلون كوي يا مسترد كوي۔ ده ووئيل ھغه قوانين په كومو چې صوبې تحفظات لري٬ په ھغې به خبرې كوٶ٬ پارلماني غړې په دې لړ كښې د خپل ووټ اختيار استعمالولې شي۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں