د پاكستان د آئي ټي څلور پوهانو په رياض كښې د مصنوعي ذهانت په نړيوال كنفرنس كښې ګډون وكړو

image

رياض 13 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان د آئي ټي څلور پوهانو د سعودي عربستان په پايه تخت رياض كښې د مصنوعي ذهانت په نړيوال كنفرنس كښې ګډون كړې او د اړوند چېلنجز او موقعو په اړه يۍ د خپلو خيالاتو او د نړيوال اے آئي کميونټۍ مرسته مضبوطولو لپاره د عزم څرګندونه كړې٬ ګلوبل اے آئي کنفرنس د 10م نه تر 12م ستمبر د رياض په کنګ عبدالعزيز انټرنيشنل کنونشن سينټر كښې شوې چې پكښې د ګردې نړۍ مفكرينو٬ د تعليم پوهانو٬ كاروباريانو او پاليسي جوړونكو ګډون كړې او د انسانيت په ګټه د مصنوعي ذهانت د سباٶن د مشتركه سوچ په اهميت يۍ رڼا اچولې۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان لخوا د آئي ټي پوهانو ياسر اياز او شعېب الرحمان د “انکلوسيو ټيك سلوشنز: خلا ختمول او متنوع کميونټيز اختيارمنې جوړولو” په موضوع د خيالاتو څرګندونه كړې٬ محمد حاذق په “ډليورنګ آن دي انوويشن پرامز ټو اسټارټ اپس” خبره كړې او طارق خان د “ټرانسفارمنګ هيلتھ کيئر: سپلائي چينز په قوي كولو كښې د AI د کردار” په عنوان بحث كښې برخه واخسته ۔ په دې موقع په سعودي كښې د پاكستان سفير احمد فاروق د يو نېټ وركنګ ډنر اهتمام وكړو چې پكښې دغه پاكستاني پوهانو سره سره د سعودي عرب بېلا بېل نوموړي شخصيات هم راوبللې شؤ۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں