اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د آئي ټي برآمدات د تېر مالي كال جولائي په مقابل كښې 33.64 فيصد اضافې سره تر 286 ملين ډالرو رسېدلې۔د ګل په ورځ د آئي ټي او ټيلي كميونېكشن وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه ووئېل د موجوده مالي كال وړومبنۍ مياشت كښې د آئي ټي د برآمدات ترسيلات تر 286 ملين ډالرو رسېدلې٬آد ئي ټي په برآمدات كښې د تېر مالي كال جولائي په مقابل كښې 33.64 فيصد اضافه شوې۔دې ووئيل د تېر مالي كال جولائي په مقابل كښې د آئي ټي برآمدات 214 ملين ډالره زيات شوي٬موجوده حكومت د آئي ټي برآمدات زياتولو لپاره هڅې كوي۔دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف پام د آئي ټي سيكټر پرمختګ پلو دے٬د وزيراعظم په هدايت او د اېس آئي اېف سي په مرسته د آئي ټي وزارت او پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ آئي ټي برآمدات كښې زياتوالي لپاره اقدامات كوي۔