د بس پېښې نه پس په تهران كښې د پاكستان سفارتخانې د ايران چارواكو سره په پرله پسې رابطه كښې ده۔محمد اسحاق ډار

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د بس پېښې نه پس په تهران كښې د پاكستان سفارتخانې د ايران چارواكو سره په پرله پسې رابطه كښې ده په كومه كښې چې 28 پاكستاني زائرين په حق رسېدلې دي۔د شورو په ورځ نائب وزيراعظم په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل مونږ د ژوبل زائرينو په اړه هم تشويش لرو۔نائب وزيراعظم ووئيل ما په تهران كښې د پاكستان سفير ته سپارښتنه كړې چې صحيح صورتحال معلوم كړي او ژوبل كسانو له په سمدستي توګه طبي مرسته وركړي او دې سره سره د مړو پاكستان ته د رالېږلو بندوبست وكړي

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں