ماحولياتي بدلون نړيوال خطر دے، اېتھوپيا د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره “ګرين ليګيسي اقدام” پيل كړے دے٬ د اېتهوپيا سفير جمال بېکر عبدالله د وزيراعظم خاص مرستيالې رومينه خورشيد عالم سره په ګډه خبري كنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) پاکستان كښې د اېتھوپيا سفير جمال بېکر عبدالله وئيلي دي چې ماحولياتي بدلون نړيوال خطر دے، اېتھوپيا د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره “ګرين ليګېسي اقدام” پېل كړې دې٬ نن په ايتھوپيا كښې 600 ملين بوټي نالولې كېږي٬ د ګرين ليګيسي له مخې روزګار پېدا كوٶ٬ ګرينري كښې اضافه او غذائي تحفظ باوري كوٶ، پاکستان سره د ماحولياتي بدلون مخنيوي د تجربو تبادله كوٶ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د ايتھوپيا په سفارت كښې موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې رومينه خورشيد عالم او د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع پاكستان كښې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو عهدېدار٬ د ډپلوميټک کور ډين عطاء جان مولاموف، د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري حامد اصغر خان، د كامسېټس ايګزيکټيو ډائريکټر ډاکټر محمد نفيس زکريا، د اېس ډي پي آئي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري او نور اهم شخصيات هم موجود وو۔ سفير جمال بېکر عبدالله ووئيل په ايتھوپيا كښې تر اوسه 39.4 اربه بوټي نال كړې شوې دي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د ايتھوپيا او پاکستان ترمېنځه د ورورولۍ ودې لپاره پارك جوړوٶ٬ د ګرين ليګيسي له مخې د پاكستان په لويو ښاريو شېخوپوره، ګوجرانواله، سيالکوټ، لاهور، کراچي او پېنډۍ كښې بوټي نال كړې شوې دي۔ ده ووئيل په ايتھوپيا كښې په فوسل فيول ګاډو بندېز لګولے شوے دے۔ په دې موقع رومينه خورشيد عالم ووئيل ميډيا ماحولياتي بدلون لپاره چيمپئن ده، د ايتھوپيا سفير د ذمه وارو ترلاسه كولو نه پس مونږ د زمكې بچ كولو سفر پېل كړې٬ ګرين ليګيسي انيشيټو د اميد يوه څريكه ده، د ايتھوپيا وزيراعظم ډاکټر ابي احمد ګرين انيشيټو د ستائنې وړ اقدام دے، ګرين پاکستان پروګرام په نړيواله كچه تسليمولې شي ٬ دې ته پراختيا وركوٶ۔ رومينه خورشيد عالم ووئيل ايتھوپيا سره ماحولياتي مرسته لا زياتولو ته سترګې په لاره يؤ۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا هم وېنا وكړه۔ د ايتھوپيا سفير د دې نه وروسته د سفارت په انګڼ كښې رومينه خورشيد عالم او محمد علي رندھاوا سره د شجركارۍ كمپائن له مخې بوټې نال كړو۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں