پاکستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميريانو بشپړه اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي: د صدر مملکت آصف علي زرداري د كشمير استحصال ورځې په موقع پيغام

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان به د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د هند په غير قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں و کشمير كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د منصفانه هلو ځلو بشپړه اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي،هند د مقبوضه جموں و کشمير د آبادياتي ډھانچې او سياسي منظر نامې بدلولو لپاره د 5 اګست 2019 راهسې پرله پسې كمپائن پيل كړې، جموں و کشمير كښې بهرنيو كسانو ته د ډوميسائل سرټيفکيټ اجرا كول ، په ووټر لسټونو كښې په عارضي توګه اندراج، د اسمبلۍ حلقو كښې بدلون او د زمكې او جائيداد ملکيت قوانين كښې تراميم د دې كمپائن مهمه برخه ده۔ دا ټول اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو او د څلورم جنيوا کنونشن پشمول د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د كشمير ِاستحصال ورځې 5 اګست 2024 په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن په مقبوضه جموں و کشمير د هند د غير قانوني قبضې مستحکمولو كمپائن 5 كلونه وشول، په غير قانوني توګه د هند په تسلط كښې د جموں او کشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه حيثيت کمزورې كولو له نن څخه 5 كاله وړاندې هند ګڼ شمير يو اړخيزه او غير قانوني اقدامات كړي۔ صدر مملکت ووئيل د ګڼ شمير هندي عسكرو پرله پسې موجودګۍ له ا مله مقبوضه جموں و کشمير د نړۍ تر ټولو زياته عسکريت ځپليو سيمو كښې يوه ده، جموں و کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو په نړيواله كچه غندنه شوې۔ ده ووئيل هند 5 اګست 2019 څخه تر دې دمه پورته كړې اقداماتو سره د نړيوال قانون، د کشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل قراردادونو خلاف ورزي كوي۔ده ووئيل د تېرو 7 لسيزو راهسې کشميريان د ملګرو ملتونو د اړخه د خپلو لوظونو د تکميل په انتظار دي، نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې مقبوضه جموں او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او د سلامتي کونسل په اړوندو قراردادونو عمل درآمد وكړي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان د دې اصولي موقف پخلې وكړو چې پاکستان به د سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د جموں و کشمير اولس د اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں