اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه دي ٬ دوئي ته د خپلو صلاحيتونو ځلولو او يو سوكاله ٬ امناكه او ترقي پسند پاكستان جوړولو له موقعې او وسائل وركول زمونږ فرض دي٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام د ځوانانو په خپلو پښو د اودرولو عزم ثبوت دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د ځوانانو نړيوالې ورځې 12 اګست 2024 په موقعه خپل پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د ځوانانو نړيوالې ورځې په موقعه د پاكستان فعاله ځوانانو ته مباركي وركوم كومو سره چې زمونږ سباؤن تړلے دے۔ ده ووئيل نن مونږ نه يوازې دا چې د ځوان كول د صلاحيتونو اعتراف كوؤ بلكې د هېواد په پرمختګ كښې د دوئي د كردار ستائنه هم كوؤ۔ ده ووئيل پاكستاني ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده ولې چې هغوي د سباؤن خوب ليدونكي لارښود دي۔ دوئي ته خپل صلاحيتونه ځلولو او يو سوكاله ٬ امناكه او ترقي پسند پاكستان جوړولو له موقعې او وسائل وركول زمونږ فرض دي٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام د ځوانانو په خپلو پښو د اودرولو عزم ثبوت دے۔صدر مملکت ووئيل د یوتھ لېپ ټاپ اسکیم په څير اقداماتو د لارې په ګرد هېواد كښې 6 لکه لېپ ټاپ وېشلې شوي دي۔ ده ووئيل دا خبره باوري كوؤ چې زمونږ زده كوؤنكي ډیجیټل نړۍ كښې كاميابۍ لپاره چمتؤ كړې شي۔ ده ووئيل د يوتھ بزنس لون پروګرام لاندې 186 ارب روپۍ وېشلو سره د كاروباري وګرو يو نوې نسل تيار كړے شوے دے كوم چې نه يوازې ملازمتونه پېدا كوي بلكې معاشي پرمختګ هم مخ په وړاندې بيايي۔ دغسې د یوتھ اسکل ډوېلپمنټ پروګرام لاندې 4 لکه 50 زره ځوانانو ته د ټولنې فعاله غړي جوړولو تربيه وركړې شوې ده۔ صدر مملكت ووئيل هر يو پاكستاني ځوان ته خواست كوم چې هغوي ترلاسه موقعو څخه ګټه پورته كړي ٬ لويې خوبونه دې وويني او د خپل هېواد بهترۍ لپاره دې ښه خواري وكړي۔ ده ووئيل راځۍ چې د خپلو ځوانانو مرسته وكړؤ ولې چې د پاكستان سباؤن دوئي سره تړلے دے۔