اسلام آباد پوليس د جنوني ډلې د ورانكارۍ منصوبه ناكامه كړې د اسلام آباد پوليس د مسئلو حل لپاره به د مالي وسائلو پشمول هر ډول ممكن مرسته كوٶ۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اسلام آباد پوليس د جنوني ډلې د ورانكارۍ منصوبه ناكامه كړې٬ اسلام آباد پوليس خپله وظيفه په محنت او مينه تر سره كوي، د اسلام آباد پوليس تنخاګانې د پنجاب پوليس برابرولو، نفرۍ كښې كمے ترسره كولو لپاره په مېرټ بهرتۍ٬ د ضلعي انتظاميه او پوليس افسرانو لپاره اېګزيکټو الاٶنس، قائداعظم ميډلز او سېف سټي په سمارټ سټي د بدلولو منصوبې به ډېرې زر سر ته رسولې شي۔ د د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د پوليس لائنز دورې په مهال وكړه ٬ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم دوي سره وٶ۔ پوليس لائنز ته په رسېدو د پوليس يوې چټك ډلې وزيراعظم ته سلامي وكړه ٬ وزيراعظم د شهيدانو په يادګارد ګلونو څادر خپرولو سره د شهيدانو د ګېلرۍ دوره وكړه او د مېلمنو په په كتاب كښې يې تاثرات قلم بند كړل۔ وزيراعظم د شهيد عبدالحميد شاه كورنۍ سره غمرازي هم ښكاره كړه۔ په دې موقع د شهيدانو او غازيانو په درناوي كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل شهيد عبدالحميد شاه د فرض ادا كولو په مهال شهيد شوے، د ھغه كورنۍ سره غمرازي كوٶ٬ شهيد امن برقرار ساتلو او د لكهونو په شمېر د پاكستانيانو حفاظت له د فرض ترسره كولو لپاره ځان وژني، د شهيدانو د كورنيو غم د بيان جوګه نه دے۔ ده ووئيل لوي څښتن په قرآن كښې فرمائيلي دي چې “شهيد ته مړ مه وائئ٬ دوي ژوندي دي” شهيد عبدالحميد شاه او په ماضي كښې په اسلام آباد پوليس كښې شهيدو شوو ټولو افسرانو او سپاهانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم او د خپل او د وفاقي حكومت لخوا ستاسو بهادرۍ او فرض شناسۍ ته سلام كوم۔ ده ووئيل داخله وزير محسن نقوي او آئي جي پوليس اسلام آباد سيد علي ناصر رضوي خوارۍ هم د ستائنې وړ دي٬ د اسلام آباد پوليس خپله وظيفه په محنت او مينه ترسره كوي ٬ د دوي مړانې او شجاعت ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئېل په اسلام آباد پوليس كښې د اهلكارو كمے پورا كولو لپاره دې د مېرټ په بنياد په سپېځلې ډول د بهرتۍ عمل ترسره كړے شي او دې كښې دې تاخير ونه كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2014 كښې په ډي چوك كښې فساديانو فساد جوړ كړے ٶ، ھغوي د پاكستان معيشت ته د اربونو ډالرو زيان رسولے٬ د چين صدر شي جن پنګ د پاکستان بهترين دوست دے، په ھغه وخت ھغه خپله دوره په مجبورۍ ځنډولې وه ځكه چې فساديان د ډي چوك نه لرې كېدو ته تيار نه وو٬ د هغوي دا خواهش ٶ چې د فساد په نتيجه مرګ ژوبله اوشي او په پاکستان كښې فساد د ځنګل د اور غوندې خپور شي٬ په دغه وخت هم د اسلام آباد پوليس او رينجرز په ګډه په ښه وظيفائي ډول دا معامله خپله انجام ته رسولې وه ۔ ده ووئېل ھغه وخت هم فساديانو نجي املاك ته زيان رسولو لپاره هڅې كولې٬ په پي ټي وي او پارلمان يې د بريد كولو ناپاكه منصوبه لرله، د اېس پي عصمت جونيجو پشمول د سلګونو په شمېر پوليس افسران او اهلكار ژوبل شوي وٶ خو پوليس د قامي مقصد له مخې خپله وظيفه ترسره كړې۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې هم بيا پوليس د قامي مفاد تر مخه د بهترين كاركردګۍ څرګندونه كړې، ناوړه خبرې، د جنوني ډلې طريقه ګرځېدلې٬ په څلورم او پنځم اكتوبر د يوې صوبې لخوا په وفاق بريد او لښكر كشي ناكامه كړې شوې٬ دا غېر آئيني كار ٶ، ھغه وخت د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د پاکستان په دوره ٶ٬ ھغه پاكستان سره د وريژو او حلالې غوښې د برامد پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو اعلان كړے ۔ ده ووئېل يو خوا د اولس خوشحالۍ او پرمختګ لپاره دا منصوبې او بلخوا د دغې ډلې لخوا دا ناكامه كول او په وفاق لښكر كشي كول غوښتل خو د اسلام آباد پوليس دغه ناوړه ارادې خاورې كړې۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حکومت تل د پوليس كلچر بدلولو لپاره اقدامات كړي٬ وزيراعليٰ پنجاب مريم نواز د نواز شريف په مشرۍ كښې په پوليس كلچر كښې اصلاحات كوي٬ په سندھ او بلوچستان كښې هم په پوليس كار روان دے ٬ خېبرپښتونخوا ته هم وفاقي حكومت د هر ډول ممكنه مرستې وئيلې دي٬ د پنجاب وزيراعليٰ په حېث د ټولو نه وړاندې مې صوبه كښې سېف سټي او د سي ټي ډي جوړولو پشمول يو شمېر اقدامات كړي٬ پوليس له د تربيې پشمول په نورو څانګو كښې پكار مالي وسائل به وركوٶ، اسلام آباد پوليس به رول ماډل جوړوٶ۔ ده ووئېل د اسلام آباد پوليس تنخاګانې به د پنجاب پوليس سره برابرولې شي او د ضلعي انتظاميه او پوليس افسرانو لپاره اېګزيکټو الاٶنس به وركولې شي ٬ دغسې په21 جون كال 2023 كښې مې پوليس افسرانو او د اهلكارو درملنې لپاره د روغتون جوړولو اعلان كړے ٶ٬ داخله وزير ، آئي جي پي اسلام آباد او د اسلام آباد چيف کمشنر دې د دې بشپړولو لپاره اقدامات وكړي، د پوليس 64 افسران او سپاهيان شهيدان شوي، چې پكښې 20 ته د شهيدانو پېكج وركړے شوے٬ نورو ته به هم په څو ورځو كښې دا پېكج ترلاسه شي، سېف سټي سمارټ سټي جوړولو لپاره اقدامات كوٶ، داخله وزير محسن نقوي دې په دې منصوبو او اعلانونو محسن سپيډ سره عملدرآمد وكړي۔ ده ووئېل په كال 2022 كښې زمونږ حكومت پوليس افسرانو او اهلكارو لپاره د اعزاز وركولو اعلان كړے ٶ،اوس به بيا قائداعظم پوليس ميډل او صدارتي پوليس ميډل وركولې شي، دا اعلانونه ذاتي او سياسي مقصد لپاره نه دي، دا صرف د خدمت جذبه ده٬ د كال 1997 څخه په بېلا بېلو دورونو كښې مې د پنجاب صوبې خدمت كړے، د اسلام آباد پوليس بنيادي مسئلې به حل كوٶ ٬ جديد وسله ٬ تربيه او د ماشومانو د دارو درملو لپاره به ښه اقدامات كوٶ۔ به دې مهال دستورې ته داخله وزير محسن نقوي هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں