په سېنېټ كښې د اسرائيل په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړے شو

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د اسرائيل په ضد د غندنې قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شوے چې پكښې د اسرائيل په فلسطين٬غزه او سوريه كښې د روانو ظلمونو او د جنګي جرمونو غندنه شوې۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې دا قرارداد سېنېټر شيري رحمان وړاندې كړو٬په قرارداد كښې ووئېل شول چې اسرائيل په فلسطين كښې د جنګي جرمونو مرتكب شوے٬په سوريه كښې د روانې شخړې نه ګټه پورته كوي۔په قرارداد كښې په اسرائيل د ملګرو ملتونو د ګڼو قراردادونو د خلاف ورزۍ الزام لګولے شوے او د ملګرو ملتونو په كارمندانو د بريدونو غندنه شوې۔سېنېټ د فلسطين اولس سره د يووالي او د هغوي د كاز د بشپړه مرستې اعلان وكړو۔پاكستان په سوريه د اسرائيلي بريدونو غندنه وكړه او د نړيوالې ورورولۍ څخه يې غوښتنه وكړه چې د اسرائيل د دې غېر انساني اقدامات نوټس واخلي۔د دې نه پس سېنېټ دا قرارداد په متفقه توګه منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں