د وزيراعظم د بشري قاچاق مخنيوي اقداماتو كښې د تاخير كوؤنكو افسرانو په ضد د كارروايۍ كولو هدايت

image

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بشري قاچاق او د پاكستاني وګړو په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته په لېږلو كښې د ككړو عناصرو په ضد د سختې كارروايۍ هدايت كولو سره په تېر يو كال كښې په ګرده نړۍ كښې د دې ډول ټولو پېښو رپورټ غوښتلے او په داسې جرمونو كښې د ككړو عناصرو په ضد په ګامونو پورته كولو كښې د تاخير كوؤنكو چارواكو په ضد يۍ د كارروايۍ كولو هدايت كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په يونان كښې د كشتۍ اپوټه كېدو په پېښه كښې د پاكستاني وګړو د مرګونو او د بشري قاچاق مخنيوي په اړه د يوې غونډې مشري وكړه۔ په كال 2023 كښې د يونان هم دې سيمه كښېې د يوې دړدېدلې پېښې په نتيجه كښې 262 پاکستانی وګړي مړه شوي وو۔ وزیراعظم د كال 2023 كشتۍ اپوټه كېدو پېښې څخه وروستو د دې ډول عناصرو په ضد په كارروايۍ كولو كښې په سستۍ د ناراضګۍ او غصې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په بشري قاچاق او بهر هېوادونو ته په غېر قانوني توګه د بې ګناه كسانو لېږونكو افسرانو په ضد د كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل بشري قاچاق په ګرده نړۍ كښې د پاكستان د بدنامۍ سبب ګرځي او د دې مخنيوي له به كوټلي ګامونه پورته كول وي۔ وزیراعظم په دې موقعه د آئي بي اېم اېس نظام په سمدستي توګه د نافذ كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د بشري قاچاق او د دې مخنيوي لپاره د پورته كړې شوو ګامونو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيلې شوو چې تر دې دمه 174 کېسونه عدالت ته وړاندې كړې شوي دي په كومو كښې چې څلورو ته سزا شوې ده۔ وزیر اعظم په دې ناوړه فعل كښې د ككړو كسانو په ضد د كارروايۍ كولو كښې په تاخير كولو د غم او غصې څرګندونه كولو سره په دې اړه اولسي شعور بېدارولو له د چلولې شوي كمپائن تفصيلات وغوښتل۔ وزیراعظم اېف آئي اے او خارجه وزارت ته په تېر يو كال كښې د رامخې ته شوو دې ډول پېښو په كومو كښې چې پاكستاني وګړي شامل وو رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم دا هم هدايت وكړو چې په دې لړ كښې دې نړيوالو ادارو سره همكاري زياته كړې شي٬ دغسې چې په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخه ونيولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه آصف ٬ سيد محسن رضا نقوي ٬ احد خان چيمه ٬ عطاﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د وزيراعظم كو کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں