اسلامي مالياتي نظام په نړۍ كښې د قوي٬اخلاقي او تل پاتي ماډل په توګه رامخې ته كېږي٬دا به د سباؤن لپاره مهم كردار ادا كړي۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

image

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي اسلامي مالياتي نظام نړۍ كښې د قوي٬اخلاقي او پائيدار ماډل په توګه رامخې ته كېږي٬دا به د سباؤن لپاره مهم كردار ادا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ورلډ اسلامك فنانس فورم 2024 دستورې ته خطاب په مهال وكړه كوم چې په كراچۍ كښې د انسټي ټيوټ آف بزنس ايډمنسټرېشن تر سيوري لاندې وشو۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل اسلامي ماليات د شريعت په اصولو اډانه يو منصفانه نظام دے٬د مضاربه د لارې فنانسنګ د سود د خاتمې لاره هواروي۔اسلامي ماليات تر 2027 په زياتېدو 6.67 ټريلين ډالر ته د رسېدو هيله ده۔ده ووئيل اسلامي مالياتي نظام په نړۍ كښې قوي٬اخلاقي او د پائيدار ماډل په توګه رامخې ته كېږي۔دا يو داسې نظام دے كوم چې حقيقي معيشت او د اولس ورورولۍ لپاره كار كوي۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل د دې نظام بنياد په اسلامي اصولو اډانه دے٬كوم چې ايمان٬ژوند٬عقل٬نسل او د دولت تحفظ باوري كوي٬اسلامي مالياتي نظام د معاشي هلو ځلو حقيقي اثاثو سره تړلې شي٬زكوة او وقف غوندې اصول د غربت خاتمه كښې مهم كردار ادا كوي۔د هغه وينا وه چې ګرين فنانس د ماحوليات مسائلو حل كښې د اسلامي ماليات كردار زياتوي٬پاكستان كښې د ګرين فنانسنګ پراخه موقعې موجود دي۔ده ووئيل د ګرين سكوك نړيواله اجرا په 2023 كښې د 20 بلين ډالر څخه زياته شوې٬انډونېزيا د ګرين سكوك څخه د 2.5 بلين ډالر پروژې بشپړې كړي٬پاكستان د 500 ملين ډالر وړومبے ګرين سكوك جاري كړے۔د هغه وينا وه چې د حكومت مقصد تر 2030 د توان 60 فيصد برخه د تجديد وړ ذريعو وړ څخه ترلاسه كول دي٬اسلامي ماليات به د جدت او شريكې مرستې د لارې د سباؤن لپاره مهم كردار كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں