پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې د جناح مېډيكل ټاور د بنياد تيګه اېښودلې شوې ۔سېنېټر اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد۔06 ستمبر(اے پی پی(د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي په پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې د جناح مېډيكل ټاور د بنياد تيګه كېښودلې شوې ٬جديد طبي آسانۍ لرونكے ميډيكل ټاور به په يو زر كټونو مشتمل وي او دا به په دريو كلونو كښې بشپړ شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال په سېنېټ كښې د سينيټر ډاكټر زرقا سهروردي تيمور د پوښتنې په ځواب كښې د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئېلي په اكتوبر كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډه كېږي او د دې لپاره حكومت بشپړ اقدامات كوي۔ده ووئيل په كنونشن سينټر اسلام آباد كښې د رنګ روغن كار كېږي٬د چين پشمول بېلو هېوادونو څخه مندوبين راروان دي۔ده ووئيل د اپوزېشن ګوندونو ټول غړي به بېلو غونډو كښې رابللے شي۔د فوزيه ارشد د پوښتنې په ځواب كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل فارن آفس له د 42 اربه روپو بجټ بېل كړے شوے ٬په دې بجټ كښې د ټولې نړۍ سفارتي مشنز چلولې كېږي٬پوره هڅه كوو چې كفايت شعاري راوستلې شي۔د سېنېټر دنيش كمار او سېنيټر انوشه رحمان د پوښتنې په ځواب كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل ډريپ په اړه اقدامات پورته كېږي او په دې كښې نور ښه والے راوستلے كېږي۔ده ووئيل د ډريپ فنډ چرته هم نه ځي٬٬حكومتي اقدامات سره ريسرچ كښې هم زياتوالے كېږي۔د سېنېټر ډاكټر همايون مومند٬ سېنېټر فوزيه ارشد٬سېنېټر دنيش كمار او سېنېټر دكټر زرقا سهروردي تيمور د پوښتنو په ځواب كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د نرسنګ څانګه د اهميت وړ ده٬په ټوله نړۍ كښې د نرسز ډېر زيات ضرورت دے٬مونږ د دې څانګې پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوو۔ده ووئيل حكومت د سركاري نرسز تعليم كښې ښه والي لپاره هم اقدامات پورته كوي٬پاكستان نرسنګ كونسل كښې د موجودو مسئلو حل لپاره هڅې كوو۔

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں