د ګرانۍ او د سود شرح كښې د كمي له امله په كاروباري او معاشي هلو ځلو كښې زياتوالے رامخې ته شوے ٬ كاروبار او سرمايه كاري زياتولو له د ټولو آسانيو برابرولو عزم لرؤ٬ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي د ګرانۍ او د سود شرح كښې د كمي له امله په كاروباري او معاشي هلو ځلو كښې زياتوالے رامخې ته شوے ٬ د كلي معيشت استحكام په اړه ټولې اشاريې مثبت دي ، معاشي استحكام باوري كول ، كاروبار كښې آسانۍ او تلپاتې پرمختګ او نمو لپاره حكومت د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو عزم لري٬ بهرنيو سرمايه كارو لپاره ټولې آسانۍ باوري كولې شي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د مېټرو اے جی جرمني او امرېکن بزنس کونسل پلاويو سره د ملاقاتونو په مهال وكړه۔ د مېټرو اے جي الماني پلاوي مشري اېګزېکټو نائب صدر اټیلا ینیسین كوله۔ په پاكستان كښې د المان سفير الفرېډ ګراناس، د خزانې وزارت او اېف بي آر اعلی چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د خزانې وزير پلاوې د كلي معيشت استحكام لپاره روانو اقتصادي اصلاحات او اقدامات څخه خبر كړو۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان معيشت مستحكم كيږي او اوس د تلپاتي او ټولشموله نمو پلو روان شوے۔ ده ووئيل په ګرانۍ او د سود شرح كښې د كمي له امله په كاروباري او معاشي هلو ځلو كښې زياتوالے رامخې ته شوے ٬ د زرمبادله پانګې زياتې شوي كومې چې د دوو اونيو درآمدي پانګو كورېج څخه په زياتېدو د دوه نيمو مياشتو كورېج ته رسېدلي دي۔ د مېټرو اے جی جرمني اټیلا ینیسین د خزانې وزير ته په پاكستان كښې د خپل كاروبار او سرمايه كارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل مېټرو اے جي جرمني دا مهال د پاكستان په 5 ښارونو كښې 10 سټورونه چلوي چرته چې د 2000 څخه زياته ځايي عمله ملازمت كوي او نزدې 10,000 كلائنټس ته ګټه رسوي۔ ده زياته كړه چې دې ګروپ په پاكستان كښې خپل كاروبار ته پراختيا وركړې ده او د معيشت په دستاويزي جوړولو كښې يۍ خپل كردار ترسره كړے۔ په دې مهال د امرېکن بزنس کونسل پلاوي په ملاقات كښې د خزانې وزير ته ووئيل حکومت بهرنيو سرمايه كارو ته د آسانيو وركولو او كاروبار او سرمايه كارۍ سره د اړوندو مسئلو حل كولو عزم لري۔ حكومت په هېواد كښی كاروبار او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي۔ مونږ پاكستان نړيوالو ماركيټونو له د يو زړه راكښونكي كاروباري او برآمدي مركز جوړولو عزم لرؤ۔ د امریکن بزنس کونسل پلاوي مشري د كونسل صدر كامران عطاﺀ خان كوله۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكا ترمينځه اقتصادي همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير دوه اړخيزه اقتصادي مرسته مضبوطولو له د روانو هڅو په لړ كښې د امريكن بزنس كونسل د كردار ستائنه وكړه او د پلاوي لخوا وړاندې كړې سپارښتنې يۍ خوشبينه وګرځولې۔ د خزانې وزير ووئيل معاشي استحكام باوري كول ٬ كاروبار كښې آسانۍ رامخې كول او تلپاتي پرمختګ او نمو لپاره د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو عزم لرؤ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں