اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د 26م آئيني بدلون بل د پارلمان څخه په دريو كښې د دوه په اكثريت سره منظورېدل د پاکستان معاشي او سياسي استحکام او د اولس خېرښګرې لپاره د سنګ ميل حېثيت لري، دې سره به عام وګړي ته په انصاف ترلاسه كېدو كښې آساني ورمخې ته شي۔ د نهې په ورځ وفاقي كابينې ته خپُلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د عام وګړي قانوني معاملې په كلونو د ځنډ ښكار وې٬ كوم كس چې وسائل نه لري او رسنه نه لري ھغه ته انصاف نه ترلاسه كېدو٬ د دې مسئلو حل لپاره دا آئيني بدلون به مثبت کردار ادا كړي۔ ده ووئيل دې سره به عام وګړي ته په انصاف ترلاسه كېدو كښې آساني ورمخې ته شي٬ د دوي د چارې زر تر زره د هوارېدو قوي هيله لرو۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2006 كښې چې په لندن كښې په ميثاق جمهوريت د شهيدې بېنظير بھټو او د ميا نواز شريف ترمېنځه چې كوم لاسليك شوے ٶ دا د ھغه وژن تر سره كېدل هم دي ٬ دا بدلون د ھغه وژن د حقيقت او صداقت ګواهي هم ده٬ د بدلون په حواله ټولو سياسي مشرانو سره مشاورت شوے٬ د پارلمان نمائنده سياسي مشرانو سره تفصيلي مشاورت شوے ٬ په دې كښې د مخالفې ډلې تعلق لرونكي او اتحادي سياسي ګوندونه هم شامل وو۔ ده ووئيل 26م آئيني بدلون به د لوي څښتن په فضل و كرم د پاکستان پرمختګ٫ خوشحالۍ او استحکام لپاره موثر او مثبت ثابت شي۔ وزيراعظم د صدر مملکت آصف علي زرداري، د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د مسلم ليګ ن قائد ميا نوازشريف پشمول د ټولو مشرانو مننه وكړه چا چې په دې لړ كښې بشپړ معاونت او لارښوونه كړې۔ وزيراعظم ووئيل د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره زمونږ يو شمېر ملاقاتونه شوي، زما شريك ملګري نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار، د قانون وزير اعظم نذير تارړ، رانا ثناء الله خان پشمول نورو مشرانو هم د هېواد سياسي قيادت سره په مشاورت كښې شامل وو۔ ده ووئيل د حکومت اتحادي ګوندونو، د اېم کيو اېم، نيشنل پارټي ، اے اېن پي، بلوچستان عوامي پارټي د مشرانو پشمول د ټولو مشرانو سره يو په يو او په اجتماعي توګه جامع مشاورت شوے ۔ ده ووئيل آئيني بدلون كښې په معاونت کولو د ټولو مشرانو د زړه د اخلاصه مننه كوم۔ وزيراعظم د پارلمان د آزادو غړو هم مننه وكړه د چا په مرسته چې په سينيټ كښې بدلون بل د 65 ووټونو په اكثريت سره منظور شو او په قامي اسمبلۍ كښې د 225 ووټونو سره منظور شوے٬ دغسې د 26م آئيني بدلون مهم پېشرفت پائې ته رسېدلے۔ وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د مشرانو غونډې په كاميابه تابيا كابينې ته مباركي وركولو سره د دوي مننه وكړه۔ ده ووئيل دا کنفرنس د پاکستان په حواله ډېر كامياب ثابت شوے، په ګرده نړۍ كښې د پاکستان تشخص زيات شوے٬ لوي څښتن پاکستان ته عزت عطا كړے٬ د كنفرنس كاميابۍ لپاره بلها هڅې شوي، د کنفرنس د تابيا په حواله يو شمېر چېلنجونو رامخې ته وٶ چې پكښې تر ټولو لويې چېلنج د امنيت ٶ٬ خارجه وزارت ٬ د اطلاعات وزارت د دوي د ډلو او د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ شپه او ورځ محنت كړے۔ ده د داخله وزير محسن نقوي او داخله سيکرټري پشمول د قانون نافذ كوونكو ټولو ادارو، پوليس، رېنجرز او انټيلي جنس ايجنسيو سره سره د پاك پوځ لخوا د امنيت په حواله د بشپړه مرستې كولو مننه وكړه۔ ده ووئيل يوولس كاله پس د چين وزيراعظم پاکستان ته راغلے٬ د دې نه وړاندې په كال 2013 كښې د چين وزيراعظم پاکستان ته راغلے ٶ او اوس 11 كاله پس د چين موجوده وزيراعظم لي چيانګ د پاکستان دوره وكړه ۔ ده زياته كړه چې د چين وزيرعظم دوره ډېره كاميابه وه٬ زه ګڼم چې دا دوره به د پاكستان او چين اړېكې لا مستحكم كولو كښې کليدي کردار ولوبوي٬ دغسې د نورو هېوادونو مشران هم په كنفرنس كښې شريك شوي او په دې موقع د جامع مشاورت نه وروستو اعلاميه جاري كړې شوې٬ د كنفرنس ګډون كوٶنكو ګرانو مېلمنو د پايه تخت د ښكلا او سنګار ستائنه هم كړې ٬ په دې لړ كښې د سي ډي اے د چيئرمېن محمد علي رندھاوا او د ھغه د ډلې د ستړو ستائنه كوٶ۔ ده د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه، سيکرټري اسد ګېلاني، د وزيراعظم آفس د نورو چارواكو او ډلو هم مننه وكړه۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د پاکستان په معاشي پرمختګ كښې استحكام راروان دے او زمونږ اجتماعي هڅو سره به پاکستان په تندۍ سره ترقي وكړي۔وزيراعظم ووئيل د ګرانۍ په شرح كښې 6.9 فيصد كمے راعلے٬ كوم چې د لويې څښتن خاص كرم دے۔ دغسې پاليسي ريټ كښې هم ښه كمے شوے او د لا هيله ده ٬د فلسطين او لبنان په حواله خپلو خبرو كښې ده ووئيل په غزه او فلسطين كښې ظلمونه روان دي٬ كوچنيان او مېرمنې شهيدانې كېږي٬ د اسرائيل ظلمونه شپه او ورځ روان دي چې كمے پكښې نه راځي٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قرار دادونو تر اوسه هېڅ عملدرآمد نه دې شوے٬ دغسې د هېګ د نړيوال عدالت پرېكړه هم د ردۍ ټوكرۍ ته غورځولې شوې۔ شهباز شريف ووئيل زه ګڼم چې په تاريخ كښې د دې نه وړاندې داسې لړزٶنكې پېښې نه دي ليدلې شوې او نه اورېدلې شوي ۔ ده ووئيل مونږ ټول د لويې څښتن په دربار كښې لاس په دعا يو چې هلته زر تر زره جنګ بندي اوشي ٬ د بې ګناه مسلمانانو قتل عام بند شي، شپه او ورځ د وينې بهيولو خاتمه وشي٬ پاکستان د غزه او لبنان وروڼو او خوېندو لپاره د وړاندې نه د مرستې كاروائيو لپاره اقدامات پېل كړي كوم چې د ټول قام په وړاندې دي٬ د نور جامع پروګرام له مخئ به د غزه او لبنان وروڼو ته د مرستې سامان ورسوٶ٬ په دې لړ كښې هم ډېرې ستونزدې شته او په لارو كښې يو شمېر خنډان رامخې ته دي۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم او د خارجه دفتر پشمول اېن ډي اېم اے په ګډه هڅې كوي ۔ وزيراعظم د ګرد هېواد په اولس او په شتمندو زور راوړو چې نن وخت دے چې تاسو د خپلو وروڼو خوېندو لپاره راوړندې شئ او په وزيراعظم ريليف فنډ كښې عطيات جمع كړې ٬ دا به د دين او دنيا فلاح وي۔