د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د كوهاټ دوره ٬ په هكله – كوهاټ ستره لاره د روان تعميراتي كار جائزه ٬ د رېډيو پاكستان كوهاټ سټېشن دوره

image
APP12-281120 KOHAT: November 28 - Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting along with Chairman Kashmir Committee, Sheryar Khan Afridi addressing a press conference. APP

کوهاټ۔28نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز د کوهاټ دورہ وكړه۔ په كوهاټ – هكله ستره لاره د روان تعميراتي كار جاج ئې واخست۔ د كوهاټ ضلعي انتظاميې وفاقي وزير ته د روان پرمختيائي كار په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر د رېډيو پاكستان كوهاټ دورې په موقعه د حكومتي ګامونو رامخې ته كولو ٬ پروګرامونو او نور چارو نه خبر كړے شو۔ وفاقی وزیر د كوهاټ ضلعي كچهري دوره هم وكړه او د كوهاټ سره تعلق لرونكو د ګوند لارښودو سره ئې ملاقات هم وكړو۔ د خالي په ورځ وفاقي وزير شبلي فراز د كوهاټ دوره وكړه۔ په دې مهال هغه د هکله۔ کوهاټ په ستره لاره د روان تعميراتي كار جاج واخست۔ د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدې هم هغه سره وو۔ وفاقي وزير ته د اېن اېچ اے چارواكو بريفنګ وركولو سره ووئيل هکله۔ کوھاټ ستره لار ترسره كېدو سره به اسلام آباد نه تر كوهاټ سفر د دوه ساعتو شي۔ وفاقي وزير په روان تعميراتي كار د اطمينان څرګندونه كولو سره اېن اېچ اے ته د دې منصوبې په وخت ترسره كولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير د رېډيو پاكستان كوهاټ سټېشن دوره وكړه چرته چې هغه ته اسټېشن ډائرېکټر رېډیو کوهاټ د خپرونو او د بېلو څانګو وركنګ حوالې سره بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل رېډيو پاكستان زمونږ قومي اداره ده۔ دا نوؤ تقاضو سره سمول زمونږ ترجيح ده۔ هغه ووئيل اولس د روانو خېر ښېګړې او پرمختيائي منصوبو نه خبر ساتل ضروري دي۔ وفاقی وزیر د ضلعی کچهری دوره هم وكړه چرته چې د ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن غونډه وشوه۔ جنرل سېکرټری ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن کوهاټ وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز او شهریار آفریدی ته هركلې ووې۔ هغه ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان مننه كوؤ چا چې كوهاټ سره تعلق لرونكي سېنېټر شبلي فراز ته د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ذمه وارۍ سپارلې دي۔ سېنېټر شبلي فراز خپلو خبرو كښې ووئيل كوهاټ كښې د ګاز ٬ برېښنا او په نورو پرمختيائي سكيمونو او مېګا پراجېكټس كار روان دے۔ هغه ووئيل د كورونا وائرس دويمه خطرناكه چپه روانه ده۔ د كوهاټ په شمول د ګرد هېواد اولس ته اپيل دے چې هغوي دے په حكومتي اېس او پيز عمل وكړي۔ وفاقي وزير د ډپټي كمشنر كوهاټ دفتر دوره وكړه چرته چې هغه ته ډپټي كمشنر (ر) عابدالرحمان كوهاټ كښې د امن او امان صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر وروستو د كوهاټ د ګوند لارښودو او كارمندانو سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د حکومت اقدامات تر ټيټې كچې رسولو له د ځائي مشرتابه كردار ډېر مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں