اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي رابطو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل په اپوزيشن ګوندونو زور راوړے چې هغوي سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره حکومت سره په ګډه د كورونا وائرس دويمې چپې مقابله كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔پاكستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي ذاتي ګټې ته تحفظ وركولو له د منافقت سياست كوي ولې حكومت به د اپوزيشن بدعنوانه لارښودو ته اېن آر او وركړي او نه كوم بل ډول رعايت۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل حكومت د اپوزيشن لاريونونو نه نه يرېږي۔ حکومت لپاره اولنۍ ترجيح د اولس ځان او مال دے ځكه اپوزيشن ته د لاريونونو لږې مودې له د ځنډولو وايؤ ولې چې سياسي هلې ځلې هېواد كښې د كورونا خپرېدو سبب ګرځي۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل حكومت د هېواد پراخه ګټې له او د كورونا په ضد جنګ كښې د ستراتيجۍ غوره جوړولو له به د اپوزيشن تعميري تنقيد ته هركلے وائي۔ ووئيل د كورونا نړيواله مسئله ده۔ حكومت په هر كچه ضروري ګامونه پورته كړي دغسې چې دا مسئله چېلنج جوړ نه شي۔ خاص مرستيال ووئيل اپوزيشن ګوندونه په تنقيد كولو په دې وباﺀ پوائنټ سكورنګ كوي۔ اپوزيشن چې كله هم اولس لاريونونو كښې ګډون كولو له وبلي نو بايد د دوي د صحت خيال هم اوساتي۔ هغه ووئيل تحريك انصاف د وزيراعظم په مشرۍ كښې ريكارډ اولسي غونډې كړي۔