د پي ډي اېم غوښتنې غېر آئيني او غير جمهوري دي۔ غوښتنه نه ده قبوله ، په دھړكو خبره نه كيږي

image
APP15-151220 ISLAMABAD: December 15 – Foreign Minister Shah Mehmood Qureshi addressing a press conference on current political issues. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د پاكستان ډيموكريټك موومنټ( پي ډي اېم) غوښتنې رد كولو سره د پي ډي اېم غوښتنې غېر آئيني او غير جمهوري دي۔ غوښتنه نه ده قبوله ، په دھړكو خبره نه كيږي۔ نه به وزير اعظم استعفٰې وركړي او نه به اسمبلۍ تحليل شي٬ شريف كورنۍ ټول كېسونه د وړاندې نه دي٬ مخالفه ډله هڅه كوي چې په عمران خان فشار واچولې شي دغسې چې نېب ختم كړې شي ۔لاهور جلسه كښې كومه خبره نوې نه وه ٬ دغه خبرې هغوي په تيرو جلسو كښې كړې۔پي ډي اېم د استعفاګانو په معامله ابهام لري٬ د لانګ مارچ په اړه هم پي ډي اېم متفق نه دے۔ بلاول ته وايم چې په سياست كښې ورونه بندي نه وي ٬ ته اوس هم تربيې ته اړټيا لرې۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وينا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د 13 دسمبر نه پس پي ډي اېم كښې اړے ګړے راپيدا شوے او د مايوسۍ ښكار دي۔هغوي د غير ذمه وارۍ څرګندونه كړې ٬ مونږ هغوي ته خواست كړے ؤ چې د كرونا وباﺀ دويمې چپې شدت اختيار كړے ٬ د مړو شرح كښې زياتوالے راغلےي، خو دې پلو چا هم پام لرنه نه ده كړې ۔خارجه وزير ووئيل د لاهور په جلسه كښې كومه خبره نوې نه وه ٬ دغه ټولې خبرې په تيرو جلسو كښې شوي۔ زه دا په واضحه توګه وايم چې د استعفاګانو په معامله هغوي ابهام لرې۔ده ووئيل بلاول هسې رامخې ته دے٬ د پيپلز پارټۍ ټولې پريكړې نن هم آصف زرداري كوي او هغه تر اوسه د استعفاګانو پريكړه نه ده كړې ٬ دغسې مسلم ليګ (ن) كښې هم د استعفاګانو په اړه دوه ډلې شته ٬ يوه د مريم بي بي ده او بله د شهباز شريف ده هغوي خپلو كښې يو نه دي۔خارجه وزير ووئيل كه اپوزيشن په استعفاګانو متفق دے او سنجيده وي نو تر 31 تاريخ دې خپلې استعفاګانې اسپيكر سره جمع كړي۔ده ووئيل د لانګ مارچ په اړه هم پي ډي اېم متفق نه دے۔جاتي امرا كښې شوې ناسته كښې وئيلي شوي اول به په فروري كښې د پي ډي اېم غونډه رابللې شي او د تاريخ اعلان به كولے شي۔ په 13 تاريخ کاركنانو له بلنه وركړې شوې او کاركنان راغلي ٬ د اولس په راوستلو كښې پي ډي اېم ناکامه ؤ۔كه د لاهور وګړي هم راغلي وو نو پي ډي اېم به نه مايوسه كېدو۔ده ووئېل لاهور د سياست مرکز دے ٬ د لاهور وګړو خپله پريكړه اورولې ۔پي ډي اېم په دې غور نه كوي چې اولس د هغوي بيان مسترد كړے خو خپله ناكامي په ميډيا اچوي۔خارجه وزير ووئيل لاهور ډيکلرېشن رامخې ته شوے چې پكښې الټي ميټم وركړے شوے چې تر 31 جنوري دې وزيراعظم پاکستان استعفي وركړي۔ ده ووئېل عمران خان له يو کروړه 70 لكهه وګړو ووټ وركړے ٬ هغه به د دوي په وينا استعفي وركوي؟ هغوي دې هغه غوښتنې وكړي كومې چې د آئين او جمهوريت سره مطابقت لري۔ يو تن كوم چې د اولس مينډيټ لري هغه به د دوي په خواهش مستعفي شي۔خارجه وزير ووئيل د 2013 په ټاكنو كښې مونږ هم اعتراض لرلو ٬ پيپلز پارټۍ هم وئيلي وو چې د 2013 ټاكنې د آر او اليکشنز دے ٬ دغسې نورو ګوندونو هم اعتراضات كړے ؤ خو دوي بيا هم استعفي نه وه وركړې ده ووئيل چې كله كلثوم نواز احتجاج له راوتې وه نو مشرف نواز شريف له د تګ اجازه وركړې وه٬ په ماضي كښې وكيلان په احتجاج شول نو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) ته اېن آر او تر لاسه شوه٬ څوك دا نشي وئيلے چې څومره وخت به په اقتدار كښې يم٬ دا د الله په لاس كښې ده٬ ده ووئيل د مخالفې ډلې واسطه ھغه شخصيت سره راغلې چا چې په ژوند كښې يوازې مقابله كړې، نه ئې جائيداد جوړ كړے نه ئې كرپش او نه ئې غلا كړې، زما د كورنۍ يو كس په سياست كښې نشته٬ زه د 22 كالو هلو ځلو نه پس دې مقام ته رسېدلے يم۔ د معيشت پحقله ده ووئيل معيشت د بهترۍ پلو روان دے، مونږ به په رو رو په ټولو مسئلو قابو اومومو۔ ده ووئيل د كرونا وباء پحقله نړۍ د پاكستان د اقداماتو ستائنه كوي٬ د امريكې او ډبليو اېچ او پشمول نړيوالې دارې د پاكستان ستائنه كوي، ټول دا وائي چې پاکستان معيشت بچ كړے او د وباء لاره ئې هم نيولې، زمونږ په تعريفونو اورېدو٬ د صورتحال په بهترۍ او د برآمدات په زياتېدو سره مخالفه ډله خطر محسوسوي او ورته تكليف دے۔ده ووئېل په ګوند كښې د ځينو دا رائے وه چې مخالفې ډلې سره دي خبره وكړې شي او ما ګونډ ته په وړومبۍ ورځ وئيلي وٶ چې د داسې خبرو هېڅ فائده نشته ځكه چې دوي به اېن آر او غواړي، مخالفې ډلې ته اېن آر او وركولو مطلب هېواد ته زيان رسول دې۔ ده ووئيل د شريفې كورنۍ ټول كېسونه د وړاندې نه جوړ وو ٬ مخالفه ډله هڅه كوي چې په عمران خان فشار واچوي دغسې چې نېب ختم كړے شي۔ ده ووئيل نېب او عدالتونه زمونږ په لاسو كښې نه دي٬ زه بشپړه هڅې كوم چې هېواد په كوم دلدل كښې راګېر كړے شوے د ھغې نه ئې رابهر كړم۔ ده ووئيل وزيراعظم وئيلي وٶ د غنمو او چينو په معامله د اولس په تكليف زه پرېشانه يم٬ د موسمياتي بدلون په سبب دوه ځله ناسمه بارانونه شوي٬ د فور كاسټ ادارې هم سم كار نه كولو ٬ اوس مونږ انفارمېشن ټېكنالوجۍ او سپاركو څخه كار اخلو٬ شوګر ملز اېسوسي اېشن وئيلي دي چيني زيات دي٬ مونږ د دوي په وېنا چيني اېكسپورټ كړه٬ چيني اېكسپورټ كولو لپاره مونږ د دوه اربه روپو سبسډي هم وركړه۔ده ووئېل چيني چې مو برآمد كړه نو په هېواد كښې د چينۍ بيعه زياتېدل پېل شوه۔ دا مافيا ناسته ده قصداً كمے پېدا كوي او بيعه زياتوي، آئندہ لپاره به د چينۍ بيعه زياتېدو له نه وركوٶ، د ګرانۍ مخنيوي لپاره اقدامات كوٶ٬ څو اوونيو كښې به فرق تر نظره شي۔ ده ووئيل زما پام دا مهال د تعميرات څانګې ته دے، هېواد كښې 50 كاله پس بهاشا او مومند بندونه جوړېږي٬ د پاکستان په تاريخ كښې وړومبي ځِل په لويه كچه شجركاري شوې۔ وزيراعظم وئيلي دي مخالفې ډلې چې چا له پېسې وركړي مونږ ته هر څه معلوم دي۔ ده ووئيل ما كله هم د ميډيا نه ېره نه ده محسوس كړې، مونږ ته مسئله يوازې د پروپيګنډې او ناسمو خبرو څخه پیښه ده٬ د ميډيا ځينې خلق داسې كارونه وكړي چې حكومت ته زيان ورسي٬ په لويديزه كښې د ميډيا يوه اداره داسې نه شي كولې چې ترې حكومت ته زيان ورسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كرپشن خاتمې لپاره بشپړه هڅې روانې دي۔ ده ووئيل بيا الېكشن كولو لپاره هم چمتو يو خو اېن آر او به نه وركوٶ٬ كه ټولټاكنې وشوې نو په دريو كښې به د دوه اكثريت ترلاسه كوٶ٬ دا خلق خبره بل څه كوي او دننه غواړي اېن آر او۔ ده ووئيل مخالفه ډله چې څه هم كوي هر څيز لپاره تيار يو٬ مخالفه ډله په سړكونو احتجاج كوي يا استعفاګانې وركوي مونږ چمتو يو٬ كه بيا الېكشن كول غواړي نو دې لپاره هم تيار يو خو اېن آر او به په هېڅ صورت

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں