اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اپوزيشن خواه څومره هم زور ولګوي نتيجه به ئې صفر وي۔ د اپوزيشن بېړۍ به د درياب په مينځ كښې چپه كېږي۔ خلق د كورونا وائرس نه ښه خبر دي او د نېكټا د هائي الرټ نه هم۔ د اپوزيشن سياست ختمېدو پلو روان دے۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې داخله وزير ووئيل اپوزيشن به سبا مايوسۍ او ناكامۍ سره مخ شي او عمران خان به بريا ترلاسه كړي۔ هغه ووئيل لارښود هغه وي چې د هغه په يو غږ اولس جمع شي۔ په محلو او كوڅو كښې بلنې وېشونكي لارښود نه وي