د پوځ سر لښكر جنرل سید عاصم منیر سره د آسټریلین آرمي چیف لیفټیننټ جنرل سائمن سټیورټ ملاقات، د دوه اړخيزه خوښې چارو پشمول په نړيوال او د سيمې په امنيتي ماحول خبرې اترې

image

پنډي۔11نومبر (اے پي پي) د پوځ سر لښكر جنرل سید عاصم منیر سره د آسټریلین آرمي چیف لیفټیننټ جنرل سائمن سټیورټ د ګل په ورځ جي ایچ کیو كښې ملاقات وكړو جې پكښې د دواړو لارښودو تر مينځه د خوښې په چارو خبرې وشوې ، په خاص توګه په نړيوال او د سيمې په سکیورټي ماحول خبرې وشوې۔ د آئي ایس پي آر تر مخه آرمي چیف د آسټریلیا سره د اړيكو اهمیت رامخې ته كولو سره د پاکستان د هغوي سره د دوستۍ په اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه او قوي دوه اړخيزه اړيكې يې د امن او استحکام مشترکه اهداف ودې له ضروري وګرځولې۔ دواړو د دفاع او سلامتیا په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو او د سيمې او نړيوال امن له د پرله پسې همكارۍ اهمیت تسلیمولو سره د عزم پخلے وكړو ۔لیفټیننټ جنرل سټیورټ د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان هلې ځلې وستائېلې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي او سلامتیا مرستې لا قوي كولو له يې عزم څرګند كړو۔ د دې نه وړاندې جي ایچ کیو ته په رسېدو آسټریلین آرمي چیف د شهداء په يادګار د ګلونو څارد خپور كړو دغسې چې د پاكستان شهيدانو ته د عقیدت پیرزوئنې وړاندې كړې شي ۔ ده ته د پاک پوځ يوې چټګ ډلې ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں