اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام نامتو كشميري لارښود سيد علي شاه ګيلاني ته د دريم تلين په موقع د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي د سيد علي ګيلاني ’ مونږ پاكستانيان يو ، پاكستان زمونږ دے ‘ غږ د كشمير پشمول په ټوله نړۍ كښې خپور شوے،سيد علي ګيلاني د نظرياتي تحريك نامه او د هر كشميري د زړه غږ دے۔ انجينئر امير مقام ووئيل سيد علي ګيلاني ټول عمر له اسلام، پاكستان او د كشميريانو د آزادۍ لپاره ځانګړي هلي ځلي كړي،هغه په كال 1993 كښې آل پارټيز حريت كنفرنس جوړولو سره د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره مثالي خذمت كړې،د كشمير د آزادۍ تحريك د عظيم راهنما مشن به بهادر كشميريان پوره كوي،د كشمير د آزادۍ تحريك ټولو شهيدانو ، سياسي قائدينو او د مقبوضه جمو او كشمير اولس ته سلام كوو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې سيد علي ګيلاني پشمول د كشمير د آزداۍ تحريك ټولو شهيدانو او اكابرينو له لوړې درجے وكړي۔