وزيرِاعظم شهباز شريف د افراط زر په شرح او د پاکستان د شمارياتو ادارې د شميرې له مخې د ګرانۍ په اعشاريو كښې په كمي د اطمينان څرګندونه

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم شهباز شريف د افراط زر په شرح او د پاکستان د شمارياتو ادارې د شميرې له مخې د ګرانۍ په اعشاريو كښې په كمي د اطمينان څرګندونې سره وئيلي چې جولائي 2024 كښې کنزيومر پرائس انډيکس كښې ريکارډ کمې شوے او د افراط زر شرح 11 فيصده ته راغلي،حکومت د معاشي اصلاحاتو په پاليسۍ عمل كوي،د حکومت رائيټ سائزنګ پاليسۍ به په معيشت مثبت اثرات زر ښكاره شي۔د اتوار په ورح د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل معاشي پوهانو د اړخه ستمبر مياشت كښې د افراط زر شرح كښې د نور كمي پيشنګوئي خوشبينه ده،فچ نه پس اوسنيو كښې د نړيوال ريټنګ ايجنسۍ موډيز د اړخه د پاکستان کريډټ ريټنګ اپ ګريډ کړې كوم چې د نړيوال مالياتي ادارو د اړخه د پاکستان د مثبت معاشي اشاريو اعتراف دے۔وزيراعظم ووئيل حکومت د معاشي اصلاحاتو په پاليسۍ عمل كوي،د حکومت رائيټ سائزنګ په پاليسۍ هم په تندۍ سره كار روان دے د كومي نګراني چې زه پخپله كوم،د دې به په معيشت مثبت اثرات ډير زر ښكاره شي۔ده ووئيل وفاقي حکومت او د پنجاب حکومت د اړخه د برېښنا صارفينو په بلونو كښې لوئ ريليف وركړې شوي۔وزيراعظم ووئيل د نن څخه د پيټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې نور كمې هم شوي،زمونږ حکومت ټولي ګټي عامو وګړو ته په منتقل کولو باور لري۔ وزيراعظم ووئيل د حکومت معاشي او مالياتي ډلي په محنت سره معيشت استحکام پلو روان دے،د اولس د ستونزو احساس لرو، حکومت د اولس ستونزو او مسئلو حل كولو له شپه ورځ كار كوي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں