اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د ډنمارك د اړخه د معدنيات په څانګه كښې دوه اړخيزه كاروباري هلو ځلو سره به د هېواد معيشت قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډنمارك سفير جيكب لينولف كپه مشرۍ كښې د ميكو كيټو ګروپ سي اي او فل سمډتھ سره د ګل په ورځ ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې وفاقي وزيران عبدالعليم خان، مصدق ملك او محمد اورنګزيب هم ګډون وكړو۔په دې موقع د تجارت وزير ووئيل ډنمارك د پاكستان مهم كاروباري شراكت دار دے او مونږ دغه شراكت داري مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ ملاقات كښې د ډنمارك سفير ووئيل ډنمارك تيرو 30 كلونو راهسې پاكستان كښې سټيټ آف دي آرټ منصوبو كښې مصروف دے او دواړه هېوادونه قوي تجارتي اړيكي لري۔ملاقات كښې وفاقي وزيرانو ووئيل پاكستان كښې د معدني وسائل پراخه پانګې شته او په دې كښې لويه سرمايه كاري كيدې شي۔ وفاقي وزير مصدق ملك ووئيل پاكستان د معدنيات په څانګه كښې د غيرملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي،پاكستان سباؤن كښې د ډنمارك سره بزنس ته ودي وركولو او د لا مرستي خواهش لري۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل ډنمارك سره سرمايه كاري د ډاډ وړ ده، مثبت نتيجې به رامخې ته شي، حكومت د نجي څانګي په مرسته كاروباري هلو ځلو ته ودې وركولو له خوښې لري۔د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب د خپلې محكمې د اړخه هر ممكن مرستي باور وركړو۔ده ووئيل تجارت ته پېښي ټولې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔