اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سټېټ بانك لخوا په پالېسي رېټ كښې 2 فيصده كمې خوشبين ګرځولو سره وئيلي دي چې دې سره به كاروبار او معيشت دواړو ته ګټه ورسي٬ دعا ده چې ګراني هم د پالېسي رېټ په څير سنګل ډيجټ ته راشي چې ورسره به معاشي فعاليتونو ته وده ترلاسه شي٬ آئي اېم اېف سره خبرې په مثبت ډول مخ په وړاندې روانې دي٬ په غزه كښې په اسرائيلي جارحيت نړيوال ضمير غلې دې ٬ پاكستان د اسرائيلي اقدام غندنه كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پالیسی رېټ 2 فيصده كمېدو سره 17.5 فیصده ته راغلے دے چې ورسره به كاروبار ٬ كركيلې او قامي معيشت ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل پاك پروردګار دے هغه ورځ هم راولي كله چې د افراط زر په څير پالېسي رېټ هم سنګل ډيجټ ته راشي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ هڅه كوؤ چې آئي اېم اېف سره خبرې په ښه ډول مخ په وړاندې لاړې شي۔ ده ووئيل كله چې دا پروګرام وشي نو دې څخه وروستو به مونږ خپله شرح نمو زياتولو له ګامونه پورته كړؤ۔ ده ووئيل په پاور سېكټر او اېف بي آر كښې اصلاحات معارفي كولې شي٬ په اېف بي آر كښې بلها اقداماتو ته اړتيا ده۔ د اېف آبي آر چيئرمېن سره به ملاقات كوم دغسې چې د اهدافو تعين وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ له به قرضونو څخه ځان خلاصول وي٬ په خپلو پښو به اودرېدل وي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف مطالبې ترسره كولو له د خزانې وزير او د كابينې د ادارو مشرانو په شمول اړوندو چارواكو بشپړه هڅه كړې ده او كه پاك پروردګار ته منظور وي په دې كښې به كامياب شؤ۔ د چين په شمول خارجه دفتر او نورو ملګرو هم مرسته كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په فلسطين كښې د اسرائيل بربريت او د عامې وژنې پېښې روانې دي٬ تش لاسې او بې ګناه كسان شهيدان كولې شي٬ دا د بشري تاريخ تر ټولو تور باب دے۔ ده ووئيل افسوس په دې خبره دے چې نړيوال ضمير په دې اړه غلے دے۔ ملګرو ملتونو ٬ سلامتي كونسل ٬ هېګ كښې چې څومره هم قراردادونه پاس شول او پرېكړې وشوې د دې اسرائيل قطعا پرواه نه ده كړے۔ نړيوال قوتونه غلي ناست دي ٬ يقينا هغوي د جنګ بندۍ هڅې وكړې ٬ قراردادونه پاس شول خو په دې عملدرآمد څومره وشو۔ د دې نتيجه دا شوه چې د ملګرو ملتونو د ريليف 6 كسان نن ووژلې شو۔ دا حال دے چې د ملګرو ملتونو د پوليو سټاف او د خوراك لپاره كاركوؤنكي ووژلې شول۔ كه داسې په كوم بل هېواد كښې شوے وو نو څومره شور به جوړ شوے وو۔ وزيراعظم ووئيل دغلته روزانه تش لاسې مسلمانان شهيدان كيږي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم پاكستان د اسرائيلي جارحيت بشپړه غندنه وكړه او نن يۍ هم كوي۔ خو معامله اوس د مذمت نه زياته شوې ده٬ نړيوال ضمير له به بېدارېدل او خپل فرض ترسره كول وي۔