وزيراعظم د بلوچستان د بلديات وزير سردار سرفراز چاکر ډومکي په مړينه غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان د بلديات صوبائي وزير سردار سرفراز چاکر ډومکي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ارواښاد سرفراز ډومکي د كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ د سردار سرفراز ډومکي په مړينه بلوچستان د سياست يو مدبر او ښه سياستمدار څخه محروم شو۔ دغسې وزيراعظم د ارواښاد سرفراز ډومکي لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا وكړه

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں