د پاكستانو كمپنيو د كار استعداد زياتولو سره برآمدات زياتيدې شي، د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د تجارت حجم زياتيږي۔ د تجارت وفاقي وزير جام كمال

image

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاكستانو كمپنيو د كار استعداد زياتولو سره برآمدات زياتيدې شي، د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د تجارت حجم زياتيږي، پاكستان د سعودي وژن 2030 بشپړولو لپاره افرادي قوت او د سهوليات وركولو بشپړ صلاحيت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورح ځائي هوټل كښې د پاك سعودي بزنس فورم 2024 پرانستي غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔د تجارت وفاقي وزير د سعودي عرب څخه د راغلو كاروباري كسانو ، كمپنو او نور سعودي چارواكو مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب شريك كلتور او اقدار لري او دواړه هېوادونه خپلو كښې قوي تجارتي شراكت داري لري۔ جام كمال ووئيل پاكستان د وريژو ، غوښې ، څرمن ، دليه ، ميوو او نور څيزونه په ګڼ شمير سعودي عرب ته ليږي ۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې د تجارت وزارت دوه اړخيزه تجارت زياتولو له كوټلي اقدامات كوي۔د تجارت وزير ووئيل پاكستان د انفارمېشن ټيكنالوجي په څانګو كښې سعودي عرب له خذمات وركول غواړي ٬ دې نه ځانله فارماسيوټيكل او ټيكسټائل څانګي څخه هم سعودي عرب ته برآمدات زياتوي۔ جام كمال ووئيل پاكستان په فروري 2025 كښې په سعودي عرب كښې سنګل كنټري ايګزيبيشن كوي چې پكښې به د سعودي سرمايه كارو او اولس ته د انفارميشن ټيكنالوجي ،فوډ، معدنيات او د نورو څانګو د سرمايه كارۍ موقع ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب تجارت زياتولو او كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو له په كډه كار كوي۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں