د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره د امریکې لنډ مهاله سفیر نیټلی بیکر ملاقات٬ دوه اړخيزه يړيكو او د مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امریکې لنډ مهاله سفیر نیټلی بیکر ملاقات کړے چې پكښې د پاك امریکا اړيكو پشمول په دوه اړخيزه مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ کنټری ډائریکټر آئی این ایل لائن نیلسن ههم په دې موقع موجودؤ ۔د امريكې لنډمهاله سفیر نیټلی بیکر تيرو ورځو كښې په اسلام آباد كښې د پولیس او رینجرز اهلکارو په شهادت تعزیت وكړو۔ ملاقات كښې د پاك امریکا اړيكو پشمول د دوه اړخيزه مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې په پاکستان كښې د آئی سي سي چیمپیئنز ټرافی ټورنامنټ په كولو هم خبرې وشوې او د نیټلی بیکر چیمپئنز ټرافي په پاکستان كښې كولو له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د امريكې لنډ مهاله سپيكر سره خبرو كښې ووئيل اېف آئي اے د اېف بي آئي په طرز جدید اداره جوړول غواړو او په دې لړ كښې به د امریکې د مرستې هركلے كولې شي۔ ملاقات كښې دې خبري ته صلاح راغله چې امریکا به د اېف آئي اے د اېف بي آئي په طرز جدید ډول روانولو له مرسته كوي دغسې امریکا به د نیېشنل فرانزك ایجنسۍ د جدید تقاضو له مخې فعالولو له هم مرسته كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی ووئيل قانون نافذ کونكو ادارو د كار استعداد زياتولو كښې د امریکې مرسته مهمه ده۔د ترهه ګرۍ او هنګامي حالات مقابله كولو لپاره سول آرمډ فورسز له جدید آلات او سازوسامان وركول د وخت ضرورت دے، سول آرمډ فورسز له جدید آلات او سازوسامان وركولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل پاکستان او امریکا يو بل سره ښي اړيكې لري۔ده ووئيل قانوني دستاویزات لرونكے كوم هم غیر ملکي به د اسلام آباد څخه نه وېستلے كېږي خو په غیر قانوني توګه مېشته غیر ملکیانو له به په اسلام آباد كښې د پاتې كيدو اجازه نه وركړې كېږې۔د امريكې لنډمهال سفیر نیټلی بیکر ووئيل قانون نافذ کوونكو ادارو كښې د ميرمنو نمائندګي زياتولو له د پاکستانو چارواكو سره كار كوو۔ده د كورنيو چارو وزير محسن نقوي له د پولیس افسرانو په پاسنګ آؤټ پریډ دستوره كولو مباركي وركړه۔د كورنيو چارو وفاقي سیکرټري خرم علی آغا او ایډیشنل سیکرټري رفعت مختار راجه هم په دې موقع موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں