اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وفاقی حکومت ګرېډ 19 څخه تر 21 ترقۍ لپاره د سېنټرل سلېکشن بورډ شیډول جاری كړو۔ د چیئرمېن فېډرل پبلک سروس کمېشن لېفټېننټ جنرل (ر)اختر نواز ستی په مشرۍ كښې د سی اېس بی غونډه به 23 دسمبر څخه تر 27 دسمبر دوام لري۔ د اېډیشنل سیکرټری اسټیبلشمنټ ډویژن و سیکرټری سېنټرل سلېکشن بورډ منظور علی شېخ لخوا د جاري شوي شېډول له مخې د پېشه وارانه ګروپس ، سروسز او اېکس کیډر پوسټونو ګرېډ 19 څخه 20 او ګرېډ 20 څخه په 21 كښې ترقۍ لپاره څلور ورځنۍ غونډه به په 23 دسمبر ، 24 دسمبر، 26 دسمبر او 27 دسمبر کابینه سېكرټرېټ اسلام آباد كښې كيږي۔ د چیئرمین فېډرل پبلک سروس کمېشن په مشرۍ كښې به د سېنټرل سلېکشن بورډ غونډه كيږي۔ په پارليماني غړو كښې به د سېنېټر سعدیه عباسی ، سېنېټر سلیم مانډوی والا ، جاوېد حنیف خان سره سره پنجاب څخه امداد بوسال ، سندھ څخه رابعه جویری آغا، کے پی څخه سید ظفر علی شاہ ،بلوچستان څخه غیاث الدین احمد ، عهدېدارو غړو كښې سېکرټری اسټیبلشمنټ ډویژن ، کابینه ډویژن ، د څلورو واړو چیف سېکرټریز ، کوآپټډ غړو كښې سېکرټری داخله ، د اړوندو وزارتونو او ډویژن سېكرټريز ، ډی جی آئی بی او ډی جی آئی اېس آئی شامل وي