لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ??رمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دننه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كمېټې نورو غړو سره يو ځائ پ?? ننكانه صاحب كښې د كېپټن حس??ېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو ??وړولو نه پس خبريالانو ??ره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور مح??د جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د كېپټن حس??ېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې كمېټي به په خپل?? ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حس??ېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان پروا ئې ونه كړه او خپله وظيفه ئې ترسره كړه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د كمېټې غړي د حس??ېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس كمېټې د ګوردواره جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو ?? دوي تود هركلې وكړو۔