اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) سېنېټ انتخابي اېکټ 2017ء كښې د بدلون بل په يوه خله منظور كړے۔د د جمعې په ورځ د سېنېت په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير زاهد حامد تحريك وړاندې كړو چې انتخابي ايكټ 2017 كښې د بدلون په اړه په بل دې د قامي اسمبلۍ څخه پھ منظور كړې شوي صورت كښې غور وكړی شي۔سېنېټ د تحريك منظور?? وركړه۔د دې نه پس د قانون وزير بل شق وارۍ منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو۔د قانون وزير زاهد حامد وو??يل د بدلون له مخې د قادياني٬ احمدي يا لاهوري ډلې حېثيت به بحال وي٬ د بدلون ب?? ټولو سياسي ټولو ګوندونو حمايت كړې او ختم نبوتۖ په اړه حلف نامې په اصل شكل كښې بحا?? كړې شوي اردو او انګريزۍ ژبو كښې حلف نامې شام?? كړی شوې۔بل په سپيځلې ډول وړاندې كړې شو په دې كښې كومه بدنيتي شامل نه ده۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري په بل پاس كولو ټولو پارلماني غړو له مبارك?? وركړه۔د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق قام او غړو له د بل په منظورۍ مبارك?? وركړه۔سناتور اعتزاز احسن وو??يل په 2014 كښې مو هم وئېلي وو چې په پارلمان بريد غلط دې او څوك هم په زبردستۍ حكومت د كار كولو څخه نه شي منع كولې٬مونږ مسلمانان يو او په ختم نبوت ۖ باور لرو۔تېرو څو ورځو راهيسې په فېض آباد كښې يوه دهرنا روانه ده كوم چې غلط روايت دې٬د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق وو??يل دا بل چې كوم مقصد لپاره وړاندې كړی شوې په هغې دې عملدرآمد وكړې شي٬په قانون كښې بدلون كېدې شي خو د غلط استعمال اندېښنې ترمخه قانون سازي نه كول سم نه دي۔د قانون غلط استعمالونكو په ضد هم قانوني كاروائي كېدې شي۔په دې قانون سازۍ د سېنېټ چيئرمېن او د مخالفې دلې پشمو?? ټولو غړو له مبارك?? وركوم۔د دې څخه وروستو ايوان د بل منظور?? وركړه