اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاكستان او اېران د طب تعليم پشمول د عامې روغتيا په څانګه كښې په مرسته زياتولو اتفاق كړے۔ دا اتفاق د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اتوار په ورځ د اېران په پلازمينه تهران كښې د روغتيا وزيرې سائر?? افضل تارړ او د اېران د روغتيا وزير ډاكټر سيد حسن قاضي زده هاشمي او د نورو چارواكو ترمېنځه د ملاقات په مهال شوے۔ د روغتيا وزيره سائر?? افضل تارړ د اېران د روغتيا وزير په بلنه د اتوار په ورځ په درې ورځنې سركاري دوره تهران ته رسېدلې۔ په دې موقع د روغتيا وزيرې د اېران د روغتيا وزارت بېلا بېلو چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ سائر?? افضل تارړ په منطقه كښې د اېران يونيورسل پبلك هېلتھـ كورېج مثالي وګرځول?? او وې وئيل ??ې دواړه هېوادونه د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ په دې موقع دواړو هېوادونو تف??هم هم لاسليك كړل۔ د اېران وزير په دې وروستيو كښې په زلزله كښې په شوي زيان په غمرازې كول?? او د ځپليو مرستې لپاره په سامان لېږلو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔